د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

په "ریکا ۷" ناسته کې د لاجوردو لارې د تفاهم‌لیک لاسلیک او افغانستان سره مرستې!


د افغانستان لپاره د سیمه ییزو او اقتصادي همکاریو سازمان «ریکا» اوومه غونډه به د کابل لپاره له لاس ته راوړنو ډکه وي.

افغانستان د ریکا له اوومې ناستې نه د مهمو اقتصادي لاس ته راوړنو تمه لري او ویل کېږي چې په دغه ناسته کې به د لاجوردو لارې تفاهم لیک هم لاسلیک شي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر د رئیس مرستیال محمد رشید محمدي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۱» ازادي راډيو ته وویل، ترکمنستان چې د دغې غونډې کوربتوب کوي، هدف یې افغانستان ته د اقتصادي مرستو جلبول دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي د ریکا اوومه ناسته د افغانستان لپاره مهمه او برخلیک ټاکونکې ده او د ښاغلي دانش ترڅنګ به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم په کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ټاکل شوې په دغه ناسته کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو پر دوام بحث وشي او همدا شان به د لاجوردو د لارې توافق لیک هم لاسلیک شي."

ښاغلی محمدي دغه شان زیاتوي د ریکا اوومه غونډه، د سیمې په کچه د افغان حکومت اقتصادي پروژو ته لومړیتوب ورکول دي، د نوموړي په وینا په دغو پروژو کې انرژي، سوداګرۍ، ترانزیټ، د ښځو اقتصادي پياوړتیا، د زېربناو رغول او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان لاس رسی شامل دی.

د محمدي په خبره د دغې ناستې په څنډه کې به د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د ریکا شپږمه غونډه کې چې دوه کاله وړاندې په کابل کې جوړه شوې وه، د شااو خوا اتیا هېوادونو چارواکو، د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخیستې وه.

اشرف غني: د سیمې ټول هېوادونه دې له شته فرصتونو ګټه واخلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په دغه غونډه کې له افغانستان سره د مرستو پر تمدید، د افغانستان د ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو د هڅو پر ګړندیتوب او په جنوبي او مرکزي اسیا کې د افغانستان پر اقتصادي ادغام ټینګار شوی و.

دغه شان په دغه غونډه کې افغانستان خپلې اقتصادي ستونزې نړیوالو ته تشریح کړې وې چې اوس په اوومه ناسته کې له نړیوالو د زیاتو مرستو د تمه لري.

د عشق اباد د ریکا په اوومه ناسته کې به د شا او خوا ۳۰ هېوادونو د ا قتصاد او بهرنیو چارو وزیران او له ۲۰ څخه د زیاتو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون وايي، د ریکا اوومه غونډه د اقتصادي همکاریو د جلبولو لپاره افغانستان ته یو ښه فرصت دی.

ارین یون
ارین یون

نوموړي زیاته کړه:

"په اوسنیو شرایطو کې دا د افغانستان لپاره یوه لویه لاس ته اوړنه ده، ممکن مرسته کوونکي هېوادونه له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړي او هغه هېوادونه چې له افغانستان سره په شرایطو مرستو ته دوام ورکوي، افغانستان باید دغه شرایط بشپړ کړي چې زیاتې مرستې ترلاسه کړي."

د افغان ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وايي، د ریکا په اوومه غونډه کې به د لاجوردو لارې تفاهم لیک هم لاسلیک شي، هغه لاره چې د افغان حکومت په وینا د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ دهلېز پرانیزي.

خو مېرمن یون د فساد پر وړاندې دمبارزې او د نړیوالو مرستو په لګولو کې پر شفافیت ټینګار کوي وايي، د ریکا د اوومې ناستې ګډونوال به هم پر همدې موضوع ټینګار کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG