د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

سروې: په نړۍ کې د انټرنټ ازادي کمه شوې


په نړۍ کې حکومتونو د ټولنیزو رسنیو پر معلوماتو د انحصار یا د ځان په ګټه د سمون لپاره ورځ تر بلې هڅې زیاتې کړي چې په نتیجه کې یې ډموکراسي کمزورې او په ټوله کې د انټرنټ ازادي کمه شوې ده.

دا د هغې کلنۍ سروې نتیجه ده چې فریډم هاوس د ۲۰۱۷ کال د «Net Freedom» یا د شبکې د ازادۍ په اړه‌یې "پر ټولنیزو رسنیو انحصار ډموکراسي زیانمنوي"، تر عنوان لاندې خپره کړې ده.

د دغې سروې له مخې چې د نړۍ په ۶۵ هېوادونو کې د ټولنیزو انلاین شبکو وضعیت څېړل شوی په ټوله کې د انټرنټ ازادي کمه شوې ده.

فریډم هاوس یا د بشري حقونو مدافعې ډله وایي، پر انلاین انحصار یا د ځان په ګټه د کارولو او د غلطو معلوماتو تاکتیکونو تېر کال د امریکا د متحده ایالاتو پر انتخاباتي پروسې د روسیې د نفوذ په ګډون د لږ تر لږه ۱۸ هېوادونو په انتخاباتو کې مهم رول لوبولی دی.

د ازادۍ په اړه پر ټولنیزو رسنیو انحصار ډموکراسي زیانمنوي.

د فریډم هاوس د راپور له مخې د ۶۵ ارزول شویو هېوادونو څه کم یوه څلورمه برخه‌یې انټرنټ ته لاسرسی لري چې کېدای شي هغه د انټرنټ له پلوه ازاد هېوادونه وبلل شي، په دې معنی چې کاروونکي انټرنټ ته د لاسرسۍ په برخه کې له جدي خنډونو سره نه‎دي مخامخ، د مطالبو محتوا یې په جدي توګه نه‌محدودېږي یا د غیر کنټرول لرونکې څارنې له‎خوا د کارونکو حقونه په جدي ډول نه تر پښو لاندې کېږي یا د مشروع وینا په خاطر ورسره غیر عادلانه چلند نه‌کېږي.

د فریډم هاوس رئیس مایکل ابراموتز "Michael Abramowitz" له دغه ۴۴ مخیز راپور سره یوځای په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې د حکومتونو د تبلیغاتو د خپرولو لپاره د پیسو په بدل کې له مبصرینو او سیاسي روبوټونو کار اخیستل چې پخوا یې چین او روسیه مخکښان وو، اوس دغه تاکتیک ټولې نړۍ ته خپور شوی دی.

هغه زیاته کړه، په چټکۍ سره د دغو تاکتیکونو خپرېدل پر ډموکراسۍ او مدني فعالیتونو ډېر ناوړه اغېز کوي.

په دې برخه کې چین د ۶۵ هېوادونو په کتار کې تر ټولو ناوړه بلل شوی چې ورپسې ایتوپیا او سوریه دي.

د فریډم هاوس د راپور له مخې په ایران او ازبکستان کې د انټرنټ ازادي ښه شوې، خو دواړه هېوادونه په دې برخه کې تر ټولو خراب امتیازونه لري، ایران څلور او ازبکستان هم شپږ.

روسیه هم د انلاین ازادي په برخه کې د هغو هېوادونو په ډله کې چې ډېر محدودیتونه لري، ۱۵ ځای کې ده.

فریډم هاوس په دې برخه کې په افغانستان کې نه سږ او نه هم تېر کال څېړنه کړې، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په نړۍ کې د ازادي او د مطبوعاتو د ازادي په دوو سروې‌ګانو کې افغانستان په دې برخو کې له خپلو ډېرو ګاونډیانو مخکې دی.

په نړۍ کې د ازادي په برخه کې افغانستان د ۲۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په شنه زون کې او د مطبوعاتو د ازادي په برخه کې هم د ۶۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره په زیړ رنګه زون کې چې نسبتاً ازاد لرونکي هېوادونه په‎کې دي، شامل شوی دی.

ایسلنډ، ایستونیا او کاناډا د انټرنټ د ازادي په برخه کې تر ټولو ډېر امتیازونه ترلاسه کړي، خو د امریکا متحده ایالاتو بیا پنځوسم ځای نیولی دی.

XS
SM
MD
LG