د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

کلیفلنډ: طالبان بایومیټریک سیسټم ته لاس رسی نه لري


په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د عامه اړیکو مرستیال او ویاند جنرال چارلس کلیفلند
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د عامه اړیکو مرستیال او ویاند جنرال چارلس کلیفلند

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت هغه ادعاوې ردوي چې طالبان د افغان ځواکونو بایومیټریک سیسټم ته لاس رسی لري.

د دغه ماموریت د قوماندان د عامه اړیکو مرستیال او ویاند ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالبان غواړي په دې ډول ادعاو سره د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.

وروسته له دې چې طالبانو د کندزـ تخار په لویه لاره یو شمېر کسان برمته او ووژل، نو ادعا یې وکړه چې د بایومیټریک سیسټم له لارې یې دغه کسان پیژندلي چې د امنیتي ارګانونو غړي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت تائيدوي چې طالبانو د کندز د سقوط پر مهال یو شمېر تکنالوجیکي وسائل ترلاسه کړي، خو دا نه مني چې دغه وسائل د امنیتي ځواکونو د ځانګړتیاوو د معلومولو وړتیا لري.

د دغه ماموریت د عامه اړیکو مرستیال او ویاند جنرال چارلس کلیفلند Charles Cleveland" وایي، طالبانو په کندز، بغلان او هلمند کې له جګړو وروسته اوس خپل پلان بدل کړی او د برمته نیولو کار یې پيل کړی.

طالبانو په کندز، بغلان او هلمند کې له جګړو وروسته خپل پلان بدل کړی
طالبانو په کندز، بغلان او هلمند کې له جګړو وروسته خپل پلان بدل کړی

کلیفلند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په کندز کې د مسافرو له برمته نیولو وروسته دوی هم هغه ادعا واورېده چې طالبان بایومیټریک سیسټم ته لاس رسی لري، خو وایي دغه ادعا حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړه:

"ما هغه خبرې په اخبارونو کې ولوستې چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو بایومیټریک سیسټم ته لاس رسی پيدا کړی، خو حقیقي خبره باید وکړو چې دا ادعا ریښتیا نه ده، طالبانو یو شمېر وسائل ترلاسه کړي، خو دغه وسائل هیڅ فعالیت نه شي کولای، دا وسائل داسې حیثیت لري لکه یوڅوک چې مبایل ولري، خو بیترۍ یې نه وي، انټرنیټ سره وصل نه شي او زنګ هم ونه شي وهلی."

طالبانو چې کله د روانې جوزا میاشتې په لسمه نېټه په کندز کې یو شمېر کسان له موټرو ښکته، یوشمېر یې ووژل او ځینې یې له ځان سره بوتلل، نو ادعا یې وکړه چې د بایومیټریک سیسټم له مخې یې پیژندلي چې امنیتي کسان دي.

خو وروسته د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو برمته شوي کسان ملکیان وبلل او هغه ادعا یې رد کړه چې طالبان بایومیټریک سیسټم ته لاس رسی لري.

په تېرو څه باندې لسو ورځو کې د برمته نیولو پېښې یوځل بیا په کندز او دغه راز غزني کې تکرار شوې.

د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند وایي، دوی د برمته نیولو د مخنیوي په هدف افغان حکومت ته یو شمېر سپارښتنې کړي دي، خو د محرمیت له مخې یې رسنیو سره نه شي شریکولای.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، د برمته نیولو لامل دادی چې طالبان په جګړو کې خوړلې ماته جبران کړي.

د برمته نیولو لامل دادی چې طالبان په جګړو کې خوړلې ماته جبران کړي
د برمته نیولو لامل دادی چې طالبان په جګړو کې خوړلې ماته جبران کړي

نوموړي زیاته کړه:

"یوه مسئله چې په دې وروستیو کې زیاته شوې، هغه برمته نیونه ده، موږ لازم تدابیر نیولي او امنیتي ځواکونو ته ځانګړې لارښونې شوي چې د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي، دا د هغو کسانو ذلت ښيي چې غواړي په دې ډول کارونو سره په جګړه کې ورکړل شوې ماته جبران کړي."

له دې وړاندې د ملي امنیت شورا وویل، پر داسې یوې طرحې کار روان دی چې له مخې یې پر لویو لارو د مسافرو ژوند خوندي شي.

معلومه نه ده چې افغان حکومت به په څه ډول طرحې سره پر لویو لارو د مسافرو د ژوند د خوندیتوب لارې چارې لټوي، خو د غوڅ ملاتړ ماموریت او خپله اجرائیه رئیس وایي، عام خلک باید په دې پلان کې له حکومت سره مرسته وکړي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG