د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

ایوبي: په کندز کې طالبان د بايومیټریک په وسیله د خلکو ګوتې ګوري


د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي

په کندز کې وسله وال طالبان د بايومیټریک دستګاه په وسیله د خلکو ګوتي ګوري،دا خبره د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ابوبي په هغې غونډې کې وکړه چې د دې شورا په دفتر کې د پاتې یرغمل شوو مسافرانو د ژغورنې په هدف د کندز د چهادرې ولسوالۍ قومي مشرانو همدارنګه د بدخشان ولایت قومي مشرانو له خوا جوړه شوې وه.

د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې ۱۹۰ تنه مسافران یې یرغمل نیول وو چې څه باندې ۱۰۰ تنه یې خوشې شوي دي او د یرغمل شوو مسافرانو له ډلې څخه ۱۸ تنه یې د طالبانو له خوا وژل شوي اوی یو شمېر یې لا هم له طالبانو سره یرغمل دي چې دقیق شمېر یې نه دې معلوم:

ښاغلي ایوبي زیاته کړه:

"هغه شمېر مسافر چې ازاد شوي دي هغه په خپل طالبانو وروسته له چیک او معاینې څخه ازاد کړي دي، خو تر اوسه پورې په دې اړه د کندز سیمه ییزو چارواکو کوم اقدام نه دی کړی."

نوموړې زیاته کړه چې یو شمېر یرغمل شوي کسان پرته له پوځي عملیاتو وسله والو طالبانو خوشې کړي دي او د کندز سیمه ییز چارواکي دا ادعا ردوي چې ګواکې د دولتي ځواکونو عملیاتو په پایله کې یو شمېر یرغمل مسافر خوشې شوي دي.

ایوبي پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې نور بې ګناه انسانان نه وژني او پاتې یرغمل کسان خوشې کړي:

"طالبانو د مسافرانو د پيژندنې په برخه کې له بایومټیریک ماشین څخه ګته اخېستې او په پایله کې ۱۸ تنه مسافران یې وژل شوي او یوشمېر مسافران لا هم له طالبانو سره دي، د کندز امنیتي وضعیت خلک او د ولایتي شورا غړي اندېښمن کړي دي."

د کندز د ولایتي شورا د دې ولایت سیمه ییز چارواکي همدارنګه مرکزي حکومت د دې ولایت د امنیت په اړه پاتې بولي او وايي چې مرکزي حکومت تل د کندز خلک په تشو ژمنو غولوي.

په ورته وخت کې د بدخشان د خلکو استازې رییس محمد عالم له رسینو سره په خبرو کې وویل چې د کندز امنیتي ارګانونو تر اوسه پورې د یرغمل شوو مسافرینو د خوشې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

دی وايي:

"په دې پېښه کې ۱۸ مسافرین وژل شوي چې موږ د سپین ږېري په حیث ۱۲ مړي مو بدخشان ته انتقال کړل، درې مړي مو تخارته انتقال کړل او یو مړی مو په کندز کې د هغه کورنۍ ته وسپاره او له طالبانو غواړم څو پاتې یرغمل شوي مسافرین ازاد کړي."

په همدې حال کې د کندز د امنېي قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي بیا دا خبره ردوي چې ګواکې وسله والو طالبانو د بايومیټریک دستګاه ته لاس رسی موندلې دي.

هاشمې زیاتوي چې لا هم د پاتې یرغمل شوو مسافرینو د ژغورنې په هدف د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې پوځي عملیات جریان لري:

هاشمي بیا دا خبره ردوي چې ګواکې وسله والو طالبانو د بايومیټریک دستګاه ته لاس رسی موندلې دي.
هاشمي بیا دا خبره ردوي چې ګواکې وسله والو طالبانو د بايومیټریک دستګاه ته لاس رسی موندلې دي.

"زموږ عملیات په سیمې کې لا هم دوام لري او هغه شمېر مسافرین چې طالبانو وژلي هغه یې د ټېلیفونه په ګټې اخېستنې سره پېژندلې دي، ځکه طالبانو د یرغمل شوو کسانو کورونو ته یې ټیلیفون کړی او په ډېرو بهانو سره یې د یرغمل شوو کسانو په اړه یې معلومات ترلاسه کړی."

د یادونې وړده چې کندز د هېواد په شمال ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو څو کلونو کې د خونړیو جګړو او د جدي ناامنیو شاهد دی چې د دغو جګړو همدارنګه ناامنیو له کبله په زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوياو دا مهال د دې ولایت بېلابېلو سیمو کې له ډېر ناخوالو سره شپې او ورځې سبا کوي.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG