د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

زرغون بهیر: حکومت دې طالبانو په وړاندې روښانه پالیسي غوره کړي


په کابل کې د زرغون بهیر ټولنیز بنسټ له حکومت څخه وغوښتل چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې دې یوه روښانه پالیسي غوره کړي.

د دې بنسټ د غړو شمېر چې سلګونو ته رسېده د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته راټول او د وسله والو طالبانو له خوا یې د کندز ولایت وروستۍ پېښه یو جنایت وباله.

دوی وویل، د کندز په وروستۍ پېښه کې چې یوولس مسافر په کې ووژل شول او اته کسه یرغمل دي، د ځینو امنیتي مسؤلینو د کمزوري مدیریت نتیجه ده.

دغه اعتراض کوونکو زیاته کړه، د دې لپاره راټول شوي چې حکومت ته په ډاګه کړي چې د بې ګناه خلکو پرله پسې وژل کېدل ورته نور د زغملو نه وړ دي.

اعتراض کوونکي وايي، د بې ګناه خلکو پرله پسې وژل کېدل ورته نور د زغملو نه دي.
اعتراض کوونکي وايي، د بې ګناه خلکو پرله پسې وژل کېدل ورته نور د زغملو نه دي.

د زرغون بهیر ټولنیز بنسټیز پریکړه لیک هم ولوست چې په کې راغلي وو:

"له حکومته غواړو چې هغه طالبان چې د جرم پر مهال نیول او اوس بندیان دي باید مجازات کړي. همدارنګه له دولته غواړو د وسله والو طالبانو ډله چې د طالبانو د نوي مشر تر مشرۍ لاندې د کندز د وروستۍ پېښې لامل شوی، ملګرو ملتونو ته د تروریستي ډلې په نامه معرفي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ وسله والو طالبانو د کندز ولایت د علي اباد په سیمه کې نږدې دوه سوه سپرلۍ له موټرو کښته کړي، له دې ډلې یې یوولس تنه وژلي او اته تنه یې یرغمل کړي دي.

د زرغون بهیر د بنسټ غړو دا هم وویل، د کندز پېښه په لوېو لارو کې د کمزورو امنیتي تدابیرو له امله رامنځته شوې ده.

دوی له حکومته دا هم وغوښتل چې د امنیتي مسوولینو فعالیتونه دې په جدي ډول وارزوي.

امنیتي ځواکونه وايي، د کندز ولایت د لویې لارې د امنیت او د یرغمل شوېو مساپرو د خلاصون لپاره یې هڅې تېزې کړي
امنیتي ځواکونه وايي، د کندز ولایت د لویې لارې د امنیت او د یرغمل شوېو مساپرو د خلاصون لپاره یې هڅې تېزې کړي

دغې پېښې د هېواد په زیاترو ولایتونو کې د خلکو اندیښنې راپارولي او غندلې یې ده.

امنیتي ځواکونه وايي، د کندز ولایت د لویې لارې د امنیت او د یرغمل شوېو مساپرو د خلاصون لپاره یې هڅې تېزې کړي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري وايي:

"اته تنه له هغوی سره یرغمل دي، د شلمې فرقې قوماندان ډاډ راکوي چې د دې کسانو د خلاصون لپاره یې عملیات پیل کړي خو دا عملیات په احتیاط سره پر مخ ځي. زموږ ځواکونه هلته موجود دي او هڅې کوي چې یرغمل شوي روغ رمټ ازاد شي."

د کندز پېښه لومړنۍ پېښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم په ځینو لویو لارو کې وسله والو طالبانو د موټرو سپرلۍ کښته کړي ځیني یې وژلي او ځیني یې یرغمل کړي دي.

خو د افغانستان د امنیتي ادارو مسوولین وايي، د ټولو لوېو لارو د امنیت ټینګښت ته جدي تدابیر په پام کې لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG