د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

وزیري: پاکستان باید د امریکا بل انتخاب وړاندې کولو ته زمینه برابره نه کړی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان باید له ترهګرۍ نه په ملاتړ سره دې ته زمینه برابره نه کړي چې امریکا یې پر وړاندې له بل انتخابه کار واخلي.

دفاع وزارت وايي، پاکستان باید پر دغه هېواد د امریکا تر نورو اقداماتو مخکې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۰» ازادي راډیو ته وویل، امریکا تر دې وړاندې دا ویلي، که پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي، نور اقدامات یې په مخکې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې امریکا او ناټو باید په دې برخه کې لاس په کار شي:

دولت وزیري
دولت وزیري

"لکه څنګه چې جنرال جان نېکلسن د ناټو په غونډه کې وویل که پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس نه اخلي نو امریکا او ملاتړي یې مجبور دي چې پر نورو اقداماتو غور وکړي، نو امریکا او ناټو په هر شکل چې کېږي باید دغه هېواد اړ کړي چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي."

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په بروکسل کې د ناټو د غونډې په څنډه کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې لاهم د پاکستان په سیاستونو کې بدلون نه دی راغلی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د افغانستان او سیمې په اړه د اسلام اباد او واشنګټن په پالیسو کې د نظر توافق موجود دی.

دغه وزارت د موضوع په اړه د ازادي راډیو د برېښنالیک په ځواب کې لیکلي چې په وروستیو ناستو کې د پاکستان او امریکا ترمنځ په افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټینګښت په اړه هوکړې شوې او دا خبره سمه نه ده چې اسلام اباد په دې برخه کې همکاري نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د خپل هېواد د ستراتیژۍ د اعلان پرمهال ویلي و چې دغه ستراتیژۍ د پاکستان لپاره ښه فرصت دی چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه لمنځه یوسي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي هم کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د امریکا ستراتیژي د پاکستان لپاره ښه فرصت دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له کمپاین سره یوځای شي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان پوځي کارپوهان بیا وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکا د پاکستان پر وړاندې نور اقدامات وکړي.

د افغانستان پخواني لوی درستیز شیر محمد کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

شېر محمد کریمي
شېر محمد کریمي

"پاکستان د امریکا ستراتیژۍ ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او امریکا هم جدي هوډ کړی چې غبرګون به وښیي، دا امکان لري چې امریکا پر پاکستان تعزیرات وضع کړي او سیاسي فشارونه نور هم ډېر کړي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د امریکا د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته ویلي و دا په پاکستان پورې اړه لري چې له رامنځته شوې فرصته څنګه استفاده کوي.

ښاغلی کریمي وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د پاکستان د دوه ګوني سیاست د ختمولو په هدف باید پر دغه هېواد فشارونه زیات شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG