د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

ټرمپ او پوتین د اقتصادي همکاریو سرمشریزه کې غیر رسمي روغ بړ وکړ


د متحده ایالاتو او روسيې ولسمشرانو پرون«۱۳۹۶کال لرم۱۹» په ویتنام کې یو بل ته لا س ورکړ او غیر رسمي روغ بړ يې وکړ.

ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین په داسې حال کې له یو بل سره روغ بړ وکړ چې له څو ورځو راهیسې پر دې خبرې کېدې چې ایا دواړه مشران به د اسیا پاسفیک د اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې له یو بل سره وویني او کنه.

دا سرمشریزه د جمعې په ورځ د ویتنام په ډانانګ ښار کې جوړه شوه.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او جمهور رئیس پوتین ترمنځ د نړۍ د مشرانو د ګډ انځور د اخستلو پر مهال تر روغ بړ څو ساعته مخکې تائید کړې وه چې دواړوه مشران په خپلو کې د رسمي کتنې کوم پلان نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ویلي وو چې د دواړو مشرانو ترمنځ به یا په ویتنام او یا هم فلیپین کې له غیر رسمي سلام کلام پرته کومه غونډه ونشي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه له کار پیلولو راپدیخوا جمهور رئیس ټرمپ او د روسيې مشر ولادمیر پوتین تر اوسه یو ځل مخامخ کتنه کړې ده.

ټرمپ او پوتین په «جي۲۰» غونډه کې د لیدنې پرمهال.
ټرمپ او پوتین په «جي۲۰» غونډه کې د لیدنې پرمهال.

دواړو مشرانو په تېره جولای میاشت کې په جرمني کې د جي شل هېوادونو د سرمشریزې پر مهال په خپلو کې خبرې وکړې.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې نومبر میاشت په پنځه نېټه ویلي وو تمه ده چې د اسیا په سفر کې به دی د روسيې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره وویني.

خو د کرملېن ویاند په ویتنام کې د اسیا پاسفیک د اقتصادی همکاریو د سرمشریزې پر مهال د ولسمشر پوتین او جمهور رئیس ټرمپ ترمنځ د احتمالي کتنې په اړه څرګندونې کړې وې.

دیمتري پیسکوف ویلي وو دواړه مشران په سرمشریزه کې موجود دي او په یو نه یو ډول به له یوبل سره وویني.

د روسيې لخوا په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې له خپلې خاورې سره د کریمیا تر الحاق وروسته د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې بحراني شوې.

د دواړو هېوادونو په اړیکو کې موجود کړکېچ هغه مهال نور هم زیات شو چې د امریکا استخباراتي ادارو روسیه تورنه کړه چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې يې د ډونالد ټرمپ په ګټه او د هغه د سیالې هېلري کلېنټن پر ضد لاسوهنه کړې ده.

د روسيې ولسمشر دا ادعاوې رد کړي دي او ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي چې د انتخاباتو پر مهال يې له روسيې سره هیڅ ډول جوړجاوړی نه درلود.

XS
SM
MD
LG