د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

ټرمپ د"جي ۲۰" رسمي کتنې وروسته یو ځل بیا هم له پوتین سره کتلي


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په جرمني کې د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې تر رسمي کتنې وروسته، یو ځل بیا هم د روسیې له ولسمشر سره خبرې کړې دي.

د ډونالد ټرمپ او ولادمیر پوتین دا لیدنه تر اوسه نه‎وه افشا شوې.

په راپورونو کې د سپینې‎ماڼۍ د یوه مقام په حواله ویل شوي چې ټرمپ او پوتین د جرمني د صدراعظمې په کوربه‎توب د ماښامنۍ پر مهال سره وکتل.

د ملي امنیت شورا ویاند مایکل انتون که څه هم نه‎دي ویلي چې دا خبرې څومره اوږدې شوې، خو ویې‌ویل چې دا لیدنه باید د یوه رسمي ملاقات په سترګه ونه‌کتل شي، بلکې د دواړو مشرانو لنډې خبرې وې.

اخوا د سپينې ماڼۍ بل مقام ویلي چې د ټرمپ او پوتین تر منځ دوهم ځل لیدنه نه‌ده شوې، بلکې د ماښامنۍ په پای کې لنډې خبرې وې.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې له پوتین سره د پټې ماښامنۍ په اړه د ده په خبره جعلي خبرونه ناسم دي.

هغه ویلي چې د «G-۲۰» قدرتونو ټول مشران او ښځې یا خاوندان‌یې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل له‎خوا دعوت شوي وو او مطبوعات هم پرې پوهېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په ټویټ کې ویلي:

"جعلي خبرونه ورځ تر بلې صداقت پرېږدي، په جرمني کې د نړۍ ۲۰ اقتصادي قدرتونو د مشرانو لپاره حتی یوه ترتیب شوې ماښامنۍ هم په یوه شیطانۍ بدله شوې ده."

د راپورونو له‎مخې، ولسمشر ډونالد ټرمپ له پوتین سره له کوم امریکايي ژباړونکي پرته خبرې کړي، خو ویل کېږي چې د پوتین شخصي ترجمان په مجلس کې حاضر و.

د یورو اشیا ګروپ د سیاسي خطر مننې د مشورې ورکولو څانګې مشر ایین بریمیر ویلي چې له دوه داسې کسانو سره‌یې لیدلي چې د ټرمپ او پوتین په پټو خبرو خبر وو.

ایین بریمیر وویل چې د امریکايي ترجمان نه‌موجودیت د «جي-۲۰» په ماښامنۍ کې د نورو مشرانو د تعجب وړ وګرځېد.

بریمیر دا کار د ملي امنیت د پروتوکول نقض وباله.

د سپینې ماڼۍ یوه مقام بیا ویلي چې ټرمپ ځکه د روسیې د ولسمشر د ترجمان په واسطه خبرې وکړې چې روسی ژباړونکی یې نه‌درلود.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ ژباړن هغه وخت د هغه خبرې جاپانۍ ته ترجمه کولې چې دی د جاپان د صدراعظم شینزو ابې له مېرمنې سره ناست و.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال انتخاباتي کمپاین پر مهال د روسیې د نفوذ د تورونو په خاطر تر جدي تعقیب لاندې دی.

ټرمپ او پوتین دواړو دغه تورونه رد کړې دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په دغې دوهم ځل لیدنې سربېره لومړی ځل د جولای په اوومه په «جي-۲۰» غونډه کې سره مفصلې خبرې وکړې.

د دواړو مشرانو خبرې شااوخوا نیم ساعت ته پلان شوې وې، خو له ۲ ساعتونو هم واوښتې.

ولسمشر ټرمپ او جمهور رئیس پوتین د سوریې او اوکراین د کړکېچ، امنیت او ترورېزم او د امریکا په انتخاباتو کې د مسکو د لاسوهنې د ادعاو په اړه خبرې وکړې.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG