د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

ټرمپ او پوتین پر اوکراین، سوریې، ترورېزم او انټرنټي امنیت خبرې وکړې


تر ډېرې تلوسې وروسته، بلاخره د امریکا او روسیې ولسمشرانو پرون جمعه د جرمني په هامبورګ ښارکې چې د نړۍ د شل سترو اقتصادي قدرتونو د مشرانو غونډه وه، مخامخ خبرې وکړې.

د هغوی د دې کتنې لپاره په ابتدا کې له ۳۵تر ۴۰دقیقې وخت په پام کې نیول شوی و خو امریکايي او روسي چارواکو وویل چې د پلان خلاف، دوه ساعته او پنځلس دقیقې يې دوام وکړ.

د چارواکو په وینا، دواړو ولسمشرانو د نورو مسئلو ترڅنګ د شمالي کوریا د وسلو پر پروګرام هم خبرې کړې دي.

ریکس ټیلرسن.
ریکس ټیلرسن.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن چې په پرونۍ کتنه کې و، خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ څو وارې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د مسکو د لاسوهنې د ادعا په اړه پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار راوست.

ټیلرسن خبریالانو ته وویل چې ولسمشر پوتین د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه رد کړه او څرګنده يې کړه چې دا ښايي اوسمهال، د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف یوه پېچلې موضوع وي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف چې هغه هم د ټرمپ او پوتین په پرونۍ کتنه کې و، له ریکس ټیلرسنه جلا، په خبري غونډه کې ادعا وکړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د پوتین له لوري د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې رد منلی دی.

لاوروف:ټرمپ د پوتین سپیناوی منلی دی.
لاوروف:ټرمپ د پوتین سپیناوی منلی دی.

لاوروف وویل:

"ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګنده کړه چې د پوتین په دې خبرې پوهېدلی چې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې رپوټونه حقیقت نه لري او د روسیې چارواکو لاسوهنه نه ده کړې، هغه «ټرمپ» دا سپیناوی منلی دی."

خوکله چې د لاوروف د دې خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، ریکس ټیلرسن څخه خبریالانو پوښتنه وکړه، هغه له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره د خپلې کتنې په اړه تردې ګړۍ خبرې نه دي کړې خو د روسیې دولتي خبري اژانس، انترفکس د ولسمشر پوتین په حواله ویلي چې د اوکراین او سوریې پر بحران، ترورېزم، انټرنټي امنیت او داسې نورو زیاتو مسئلو غږېدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اسوشېټېډېرس اژانس دا رپوټ تائید کړ چې امریکا او روسیې د سوریې په جنوب کې د اوربند موافقه هم کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ قدرت ته له رسېدو راهیسې، په مکرر ډول له مسکو سره د واشنګټن د اړیکو د ښه کولو غږ کړی دی، خو د هغه اداره داسې څرګندوي چې پر روسیه د فشار هڅې کوي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې له او کراینه د کرېمیا ټاپووزمې د نیولو او په اوکراین کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله، پر روسیې د بندیزونو ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG