د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین رسمي لیدنې پیل شوې


  • د روسيې او امریکا د ولسمشرانو رسمي لېدنې پیل شوې.

  • د راپورونو له مخې د امریکا د متحده ایالانو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله وښودله چې د دواړو هېوادونو اړېکې به ښې شي.

  • پخواني معلومات:

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي شل سرمشريزې تر پيل مخکې د یو څو شېبو لپاره له پوتین سره ولیدل.

ټاکل شوې ده دوی دواړه د جي شل سرمشريزې په څنډه کې د لومړي ځل لپاره وويني.

دوی به د روسیې او امریکا پر خپلمنځي اړیکو خبرې وکړي.

د دوی د راتلونکې غونډې په اړه د اروپايي شورا رئيس ډونالډ ټوسک په هامبورګ کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:

"موږ ټول د پوتين او ټرمپ د ولسمشرۍ په دور کې د امریکا او روسیې د روابطو په اړه له پوښتنو سره مخامخ يو. له ولسمشر ټرمپ سره د لیدو پر مهال داسې پوه شوم چې دی تر اروپا او د بيلګې په توګه له ما، له روسيې او پوتين څخه خوشبينانه تمې لري خو موږ به ووینو څه کېږي. له دې وروسته چې څه مو په وارسا کې واورېدل او څه حقيقت دی او دا چې د ټرمپ او پوتين کتنه به څه نتايج ولري، دا به پرته له شکه په زړه پوري کتنه وي."

ټرمپ: د نويو يرغلونو پر وړاندي هماهنګو هڅو ته اړتيا ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

ټرمپ پرون هامبورګ ته ورسېد. دا سرمشريزه امریکا ته د اقليمي بدلون او سوداګرۍ د موافقو په اړه مهمه ده.

ويل کېږي ټرمپ له پوتین سره د غونډې پر مهال پر يو شمېر موضوعاتو د ګډ دریځ په لټه کې دی چې په کې د سوريې جګړه، د اوکراین ناحل شوی بحران، سايبري جګړه، د شمالي کوریا بالسټیک توغنديو پروګرام او د ترورېزم پر ضد جګړه شامل دي.

XS
SM
MD
LG