د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۳

پوتین: د ډوپنګ ادعاوې ښايي روسیه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګډوډول وي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د کرملین په ملاتړ د روسي لوبغاړو د ډوپنګ ادعاوې ښايي د امریکا د هغه کمپاین یوه برخه وي چې هدف یې د روسیې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګډوډول وي.

متحد ایالاتو پرکرملین تور لګولی چې د دې هېواد د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې لاسوهنه کړې.

د امریکا لویه څارنوالي او د کانګرس لږترلږه دوه کمېټې د دې اعاوو په اړه تحقیقات کوي.

د ډوپنګ یا په سپورتي لوبو کې د مصنوعي قوت د کارولو پرضد د نړیوالې ادارې WADA تر نظر لاندې په ۲۰۱۶ کال کې په یوه خپلواک راپور کې وویل شول چې له زرو زیاتو روسي لوبغاړو په ۳۰ سپورتي څانګو کې د دولت په ملاتړ د ډوپنګ له پروګرام څخه کار اخیستی دی.

ولسمشر پوتین په چلیابینسک ښار کې د یوې فابریکې کارګرانو د وینا پر مهال د خپلې ادعا لپاره شواهد وړاندې نکړل خو ویې ویل، متحد ایالات غواړي د یو ځوابي اقدام په توګه د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي:

"ډېر زیات شک شته چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د ادعاوو په ځواب کې به دوی هم زموږ د د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ستونزې جوړې کړي. دا به خورا بد کار وي ځکه چې د المپیک د نهضت اصلي معنا به زیانمنه کړي."

پوتین رسماً نه دي ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به کاندید وي خو تمه ده چې د ۲۰۱۸ کال د انتخاباتو کاندید او ګټونکی به دی وي.

XS
SM
MD
LG