د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل پاکستاني سيال سره د ترورېزم په وړاندې پر صادقانه مبارزې خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا وايي، محمد حنيف اتمر پرون له ناصر جنجوعه سره وروسته له هغې خبرې وکړې چې په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ يو کارکوونکى د دوشنبې ناوخته ووژل شو.
د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان او پاکستان د ملي امنيت سلاکارانو ترورېزم، د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ وباله:
"دواړو پر دې بحث درلود چې څنګه کولاى شي د ترورېزم په وړاندې چې د افغانستان او پاکستان ولسونه له ګډ ګواښ او ترورېستي بريدونو سره مخامخ دي، صادقانه او مشترکه مبارزه ولري."
په جلالاباد کې د پاکستان د سفارت پر کارکوونکي د حملې مسؤلیت چا نهدی منلى.