د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۴

م.م: افغانستان کې پر جوماتونو او عبادت کوونکو بریدونه زیات شوي


ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې پر جوماتونو او عبادت کوونکو بریدونه زیات شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یا یوناما په یو راپور کې چې نن سې شنبې یې خپور کړی ویلي، د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې راهېسې دولت ضد وسله والو پر جوماتونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو، لږ تر لږه ۴۲ بریدونه کړي چې تر ۸۰۰ زیاتو ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د یوناما په دې راپور کې چې د روان میلادي کال د پیل راهېسې تر اوسه په افغانستان کې پر مذهبي ځایونو او عبادتو کوونکو یو شمېر بریدونه یې مستند کړي؛ ویل شوي، په دې موده کې په دا ډول بریدونو کې ۲۶۱ عام وګړي وژل شوي او تر ۵۷۲ تنو زیات نور ټپیان دي.

په راپور کې په ځانګړي توګه د افغانستان د شیعه مسلمانانو پر مذهبي ځایونو او مذهبي مراسمو د بریدونو د زیاتېدو یادونه شوې.

د یوناما راپور وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پر مذهبي ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو د بریدونو مرګ ژوبله په ۲۰۱۶ میلادي او ۲۰۱۵ میلادي کلونو د همدې مودې په مقایسه څو چنده زیات شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ کړی چې سمدستي دې پر جوماتونو، عبادت کوونکو او مذهبي مشرانو بریدونه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG