د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۳۷

د نورستان د منډول، نورګرام او دواب ولسوالیو پر لارو غله خلک لوټوي


ځایي قومي مشران وایي چې د نورستان د منډول، نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ د سړک په اوږدو کې غله پیدا شوي چې تراوسه يې لسګونه سورلۍ لوټ کړې دي.

دوی وایي، په یاده سیمه کې پخوا امنیتي پوسته موجوده وه، خو په تېر اوړي کې وسله والو طالبانو پوسته وسوځوله چې له هغه وروسته د سنګي پل په نوم ساحه د وسله والو غلو په لاس کې ده او په خبره یې چې اوس یې په اړه نه افغان حکومت او نه هم طالبانو کوم ګام پورته کړی دی .

دوی وايي، په یاده سیمه کې د پوستو د له منځه تللو وروسته، حالات ډېر زیات خراب شوي دي.

بل خوا د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته د یادې ستونزې د منښتې ترڅنګ وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به د نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ د سرک په اوږدو کې نوې پوستې جوړې شي چې ورسره به په لاره کې پراته خنډونه ختم شي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه لېرې پروت او غرنی ولایت دی چې د خپل طبیعي او غرني جوړښت له امله، په ۳ برخو ویشل شوی، تراوسه دغه برخې د سړکونو په وسیله یو بل سره نه دي نښلول شوي او یاد ولایت ته له کونړ او لغمان ولایتونو لارې ورغلې چې ډېری وختونه د وسله والو مخالفینو له خوا تړل کېږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG