د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د دې هېواد دوه جګپوړي چارواکي له دندې لېرې کړي او پرځای یې نور کسان ګومارلي دي.
سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د کورني امنیت او اقتصاد د دوو مهمو څوکیو لپاره نوي وزیران ټاکلي دي.
د پاچا د فرمان له مخې چې العربیه دولتي ټلویزیون خپور کړی، خالد بن نایف د شهزاده متعب بن عبدالله پرځای د ملي ګارډ د وزیر په توګه ټاکل شوی.
شهزاده متعب مخکې له دې چې ۳۲ کلن شهزاده محمد بن سلمان ناڅاپه د ولیعهد په توګه وټاکل شي، د ولیعهدۍ د مقام لپاره له مخکښو کاندیدانو څخه و.
متعب د پخواني پاچا عبدالله د کورنۍ وروستۍ ژوندی غړی دی چې د سعودي د قدرت په جوړښت کې یې مخکښ رول درلود.
همدا راز په فرمان کې د اقتصاد مرستیال وزیر محمد التوجیري د عادل فقیه پر ځای د وزیر پر مقام ټاکل شوی دی.
متعب د پخواني پاچا عبدالله د کورنۍ وروستۍ ژوندی غړی دی
د سعودي پاچا دا اعلان هم وکړ چې د سلطنتي کورنۍ ۱۱ شهزاده ګان او څو پخواني وزیران د فساد ضد د هغې نوې کمېټې لهخوا نیول شوي چې مشري یې ولیعهد محمد کوي.
د چارواکو په رسمي اعلانونو کې د توقیف شویو کسانو نومونه نهدي اخېستل شوي، خو یوه سعودي مقام وروسته وویل چې په دې ډله کې میلیاردر الولید بن طلال او د مالیې پخوانی وزیر ابراهیم الاسعاف شامل دي او اوس مهال تحقیقات ترې کېږي.
د څارونکو په باور د سعودي د ۸۱ کلن پاچا اقدامات ښايي د ولیعهد محمدبن سلمان د واکمنۍ ستنې نورې هم ټینګې کړي.
په یوه تازه راپور کې د سعودي د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې وروستۍ پریکړه به د سعودي په شاهي کورنۍ کې اعتماد زیات او د قانون حاکمیت پراخ کړي.
سعودي ولیعهد ویلي دي چې غواړي د ۲۰۳۰ میلادي کال تصور په نوم په دې هېواد کې د اصلاحاتو یو پلان عملي کړي.
سعودي حکومت په دې وروستیو کې ښځو ته اجازه ورکړه چې موټر وچلوي او ورزشي سټدیومونه ته لوبو د لیدو لپاره ولاړې شي.
د نوي پلان له مخې په پام کې ده چې په سعودي کې ځینې افراطي قوانین لېرې شي او همدا راز د هېواد اقتصاد به د تیلو پر بنست له ولاړ دودیز حالت څخه د نورو فعالیتونو خوا ته پر مخ ولاړ شي.