د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۴

د لبنان صدراعظم سعد حریري په ناڅاپي ډول استعفا وکړه


د لبنان صدراعظم سعد حریري، د شنبې په ورځ سعودي ته د یوه سفر په ترڅ کې په ناڅاپي توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

د اسوشېتېډ پرېس خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې، دې اقدام لبنان له بې باورۍ سره مخ کړی دی.

له ریاض څخه په یوې ټلویزیوني وینا کې حریري د عربو په چارو کې د ایران د مداخلې له کبله پر ایران او په لبنان کې د دې هېواد پر نیابتي ملېشې حزب الله سخت انتقادونه وکړل او ټیینګار یې وکړ چې له سیمې دې د ایران لاس لنډ کړی شي.

حریري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د صدراعظم په توګه وټاکل شو او د دې هېواد د ملي یووالي د حکومت د ۳۰ کسیزې کابینې مشري یې کوله چې د حزب الله د شیعه ملېشې غړي هم په کې دي.

XS
SM
MD
LG