د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۷

د سعودي عربستان پاچا سلمان دوه کلیدي غړي لېرې کړل


د سعودي عربستان پاچا سلمان احتمالاً د خپل ولیعهد محمد بن سلمان د واک د ټینګولو لپاره د هېواد د مشرتابه دوه کلیدي غړي لېرې کړل.

پاچا نن یکشنبه همدا راز اعلان وکړ چې ۱۱ شهزادګان چې ۴ یې حاضر دمه وزیران دي او په لسګونو پخواني وزیران د ولیعهد تر مشرۍ لاندې د فساد ضد د نوې جوړې شوې کمېټې له لوري نیول شوي دي.

د فساد په تور د نیول شوېو کسانو نومونه څرګند کړای شوي نه‎دي.

د سعودي عربستان یو اتیا کلن پاچا د کورني امنیت او اقتصاد لپاره نوي وزیران ټاکلي دي.

د سعودي عربستان د دولتي تلویزیون العربیه له لوري د پاچا په فرمان کې ویل شوي چې خالد بن ایاف د شهزاده مطیب بن عبدالله پر ځای د ملي ګارډ وزیر ګومارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG