ځایي چارواکي وایي، د پکتیا په مرکز ګردېز کې نن یکشنبه د حلقوي سړک د جوړېدو سروې پیل شوه.
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار وايي چې د دغه حلقوي سړک په جوړېدو سره ټرانزیټي موتړونه ښار ته نه داخلېږي او د همدغه سړک له لارې بهر او نورو ولایتونو ته ټرانزیټ کوي.
ښاغلي علمیار وویل، په دې سره د ټزانزیټ په برخه کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرېږي.
په ګردېز کې دغه حلقوي سړک د فواید عامې وزارت له لورې تر ډیزاین او سروې وروسته جوړېږي.