د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۰

عرب اماراتو کې افغان سفارت دېره افغانانو ته د هویت کارتونه ورکوي


په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې ټولو دېره افغانانو ته د هویت کارتونه ورکوي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر فرید زکریا وویل چې شاوخوا یولکو ۲۰ زره افغانانو ته به د هویت د نویو کارتونو د وېش کار له راتلونکې میاشتې پیل شي.

افغان سفیر وايي چې د افغانانو د نومونو د ثبتولو لپاره به په متحده عربي اماراتو کې د یوې خصوصي کمپنۍ له لوري په دوبۍ، ابوظهبي او شارجه کې ۶ مرکزونه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG