د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

داعش په نیویارک کې په موټر د ۸ کسانو وژونکی د خلافت سرتېری بللی


اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه بریدکوونکی چې په نیویارک کې یې ۸ کسان د یوه پیک اپ موټر په وسیله ووژل، د خلافت سرتېری بللی دی.

پر افراطي ډلو یوه څارونکې ټولنه چې مرکز یې په متحدوایالاتو کې دی، وايي چې د الالنبا په نوم د داعش ډلې اونیزې خپرونې په یوه مطلب کې ویلي چې د دې ډلې یوه سرتېري د نیویارک ښار په یوه واټ کې څو تنه صلیبیان ووژل.

۲۹ کلن سیف الله سایپوف چې له ازبکستان څخه امریکا ته کډه شوی، د اکټوبر د ۳۱ مې د ترورېستي پېښې تورن پېژندل شوی او اوس مهال په توقیف کې دی.

پر ده تور دی چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي حملو ځای ته نېږدې یې خپل پیک اپ موټر عمداً د بایسکل ځغلوونکو او پلیو خلکو منځ ته ور دننه کړ او ۸ کسان یې ووژل.

امریکايي څارنوالان وايي چې سایپوف خپل جرم منلی او اعتراف یې کړی چې له داعش ډلې څخه یې الهام اخېستی او خوشحاله دی چې دا برید یې کړی دی.

سایپوف چې د برید پرمهال یې د پولیسو مرمۍ په خېټه لګېدلې او اوس تر درملنې لاندې دی، د راپورونو له مخې، په روغتون کې په خپله خونه کې د داعش ډلې د یوه بیرغ د ځوړندولو غوښتنه هم کړې.

پولیس وايي، داسې ښکاري چې سایپوف هغه لارښوونې چې داعش ډلې د حملو په اړه د انټرنیټ له لارې خپرولې، په کلکه تعقیبولې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د سایپوف د اعدام غوښتنه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ پر ټوېټرپاڼه په یوه پیغام کې ګوانتانامو زندان ته د سایپوف د استولو له غوښتنې په شا شو او ویې لیکل چې د ګوانتانامو پوځي زندان ته د نوموړي د استولو جریان ښايي ډېر وخت ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ وروسته په یوه بل پیغام کې ولیکل، ښايي مناسبه لاره دا وي چې سیپوف ژرترژره اعدام شي.

هغو امریکايي څارنوالانو چې د سایپوف د قضیې په اړه اسناد او شواهد وړاندې کوي، ویلي یې دي چې نوموړی د داعش ډلې له پلویانو څخه دی او په یوازې ځان یې اقدام نه دی کړی، خو د نیویارک والي او نورو چارواکو ویلي چې د دوی په باور، د سایپوف حملې له داعش ډلې څخه الهام اخېستی و، خو دی یوازې و او له کومې ډلې سره تړلی نه و.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې دې ازبک کډوال په خپل موبایل ټيليفون کې د داعش ډلې زرګونه ویډیوګانې او تبلیغاتي تصویرونه ساتلی وو چې په ځینو کې یې د داعش ډلې له خوا د بندیانو د اعدام بوږنوونکي تصویرونه هم وو.

XS
SM
MD
LG