د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۶

د سخت دریځۍ د څار یوې ډلې سایپوف د خلافت سرتېری بللی


د سخت دریځۍ د څار یوه ډله چې مرکز یې په امریکا کې دی، وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې په نیویارک کې د وروستي ترورېستي برید ترسره کوونکی د "خلافت سرتېری" بللی دی.

د سایټ انټلجنس ګروپ په نوم د څارنې دې ډلې ویلي، د داعش وسله والې ډلې پورې اړوند د "النبا‌ء" اونیزې په یوه لیکنه کې ویلي، د اسلامي خلافت یوه سرتېري په نیویارک کې پر یو شمېر صلیبیانو برید کړی دی.

سیف الله سایپوف چې په امریکا کې مېشت ۲۹ کلن ازبکستانی مهاجر و، د سپټمبر د ۳۱ مې د برید په تړاو نیول شوی دی.

نوموړي په نیویارک کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز ته نېږدې پر بایسکل سپرو خپل موټر وروځغلاوه چې ۸ تنه یې ووژل او ۱۲نور یې ټپیان کړل.

پولیس وايي، داسې ښکاري چې سیپوف په ډېر غور د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له خوا، د موټر په وسیله د برید په اړه انلاین خپاره شوي معلومات عملي کړي دي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې په دې اړه چې رښتیا هم د دې برید تر شا لاس لري، شواهد نه دي وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG