د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ تېره شپه وسلهوالو طالبانو تر درنې جګړې وروسته د څو ساعتونو لپاره تر خپل واک لاندې راوستلې وه.
د ولایتي شورا غړي امانالله کامراني ازادي راډيو ته وویل چې په دغه بریدونو کې ۲۰ افغان سرتېري هم وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
نوموړی وايي چې یاده ولسوالۍ افغان ځواکونو تر څو ساعتونو وروسته بېرته د وسلهوالو طالبانو له منګولو خلاصه کړې.
ښاغلي کامراني دغهراز وویل چې په همدې شپه وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په مرکز سفندي او زرګر سیمه کې دوه نورې امنیتي پوستې هم سقوط کړي چې پر مهاليې ۷ ملي پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
دی وايي، که مرکزي اداره غزني ولایت ته پوره پام ونهکړي د دغه ولایت زیات شمېر ولسوالۍ به د وسلهوالو طالبانو لاسته ولوېږي.
ښاغلي کامراني زیاته کړه:
"تېره شپه وسلهوالو طالبانو د غزني ولایت پر خوګیاڼو ولسوالۍ ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهاليې یادې ولسوالۍ سقوط کړی او ګڼ شمېر افغان سرتېرو تهيې مرګ ژوبله اړولې، خو وروسته افغان امنیتي ځواکونو ورسره سخته جګړه کړې چې پر مهاليې یاده ولسوالۍ بېرته تر خپل ولکې لاندې راوستې ده."
ښاغلی کامراني وايي، په یاده ولسوالۍ کې لا اوس هم درنه جګړه روانه ده.
نوموړی د یادې ولسوالۍ د سقوط لامل د پولیسو ناغېړي او د ولایتي ادارې کمزوری مدیرت بولي.
په ورته وخت کې ولایتي اداره هم پر یادې ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو بریدونه تائیدوي، خو وايي چې ولسوالۍ سقوط نهدی کړی.
وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په مرکز سفندي او زرګر سیمه کې دوه نورې امنیتي پوستې هم سقوط کړي.
همدارنګه له سیمې هم راپورونه رارسېدلي چې تېره شپه شااوخوا ۱۲ وسلهوالو طالبانو پر یادې ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو ډلهییز بریدونه کړي چې پر مهاليې یاده ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
بلخوا د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري دا ادعاوې ردوي او وايي، د یادو بریدونو پر مهال څلور افغان سرتېري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
دی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي نوري زیاته کړه:
"موږ دا منو چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د غزني ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پر یو کمربندي امنیتي پوسته بریدونه کړي چې پر مهاليې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا معلومات نهشته چې څو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو موږ د وسلهوالو طالبانو دغه بریدونه په شا تمبولي."
هاخوا د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د یادې ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې او ویلي يې دي چې ګڼ شمېر افغان سرتېرو تهيې مرګ ژوبله اړولې.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت پر اندړو ولسوالۍ د موټر بم حملې کړې وې او ۲۵ افغان سرتېرو تهيې مرګ ژوبله اړولې وه.
راپور: شریفالله شرافت