د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۸

د غزني د اندړ ولسوال: چارواکو د اندړو جګړه ساده ګڼلې وه


د دوشنبې په ورځ وسله ‎والو طالبانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو ډله ‎ییزه حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د چارواکو په وینا ۳۱ افغان سرتېري ووژل شول.

له دې حملې وروسته په سیمه کې جګړې دوام وکړ ځکه د اندړو د ولسوال محمدقاسم دیسیوال په وینا له مرکزه سیمې ته د اضافي ځواک په استولو کې ځنډ راغلی.

نن ښاغلي دیسیوال ازادي راډیو ته وویل چې اضافي ځواکونه ور رسېدلي، محاصره ماته شوې او وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

سیمه ییز چارواکي په کوم حالتونو کې د مرستو غوښتنه کوي او د مرستندوی ځواک د رسیدو په وړاندې ستونزې کومې دي.

احمدتکل سره د همدې ستونزې پر جزئیاتو د اندړو له ولسوال سره خبرې کړي.

محمدقاسم دیسیوال د مرکې په پیل کې وايي چې چارواکو د اندړو جګړه ساده ګڼلې وه:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG