د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

په کندهار کې یو شمېر زیارتونه د نشو په مرکزونو بدل شوي


په کندهار کې یو شمېر زیارتونه د نشو په مرکزونو يا ساقي خانو بدل شوي دي.

په دې زيارتونو کې هره ورځ تر لمر لوېدو وروسته په لسګونو ځوانان را ټولېږي او په ډله يیز ډول نشې کوي.

په کندهار کې د شیرین جان اغا زیارت له هغو زیارتونو څخه دی چې هره ورځ ماځیګر مهال يو شمېر نشیان د نشو لپاره راټولېږي چې ډېری برخه یې ځوانان دي.

دوی په خپل منځ کې یو لوی چیلم ایښی او هر يو په نوبت سره د چیلم پر نل خوله ږدي او چرس څکوي.

ځينې نشه یان په زیارتونو کي ځان ته ډلې جوړوي او د پیر د مریدۍ په نوم ځوانان نشو ته هڅوي.

څو تنو دغه معتادینو ازادي راډیو ته داسې وویل:

۱: "زه په خپله ملنګ یم، موږ سره راټولېږو، یوه حلقه جوړوو او پره پر پره چرس وهو، دلته ښه ښه ځوانان راځي".

۲: "متل دی چې یا د شاه دی او یا د ګدا، دا غزن چرس څکوو، له نور شي سره کار نه لرو، یوازي د خپل پير خدمت کوو، که زه دا خدمت و نه کړم، نو څوک به یې وکړي؟."

افغان معتادین
افغان معتادین

د دې ډول زیارتونو ملنګان په دې باور دي چې که څوک غواړي د پیر مرید شي، نو بايد لومړی د چرسو د سګرېټي څکول پيل کړي.

دوی په دې باور دي چې دا کار د خپل پیر د خوښۍ لپاره کوي.

خو د کندهار یو دیني عالم مولوي عبدالعزیز تسليمي بیا دا کار ګناه بولي:

"هغه کسان چي په زیارتونو او مقدسو ځایونو کې نشه کوي، دوې ګناوي کوي، یوه ګناه یې د هغه دربار، شیخ او یا ولي الله سپکاوی دی او بل د دیني د مقدساتو سپکاوی دی، خلک نن سبا نارې وهي چې کفارو زموږ د مقدساتو سپکاوی وکړ، حال دا چې موږ خپله د مقدساتو سپکاوی کوو، خو په ځانونو نه پوهېږو."

له بلې خوا د کندهار د ارشاد، حج او اوقافو رئیس محمد عمر عمر وایي چې دا موضوع به جدي ونیسي او تر دې وروسته به په ټولو زیارتونو کی د نشو مخه ونيسي:

"موږ به لومړی د کندهار تلوېزیون له لارې دوی ته خبر ورکړو، دغه ډول به خپلو علماوو ته دنده وسپارو چې د جمعې ورځې په خطبو کې پر دې موضوع خبرې وکړي، له امنیه قوماندانۍ سره به هم غونډه وکړو چې څنګه د دې نشو مخه نيولای شو؟"

په دې اړه د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي رادیو ته وویل چې د دوی پولیسو په زیارتونو کې د نشه یانو پر ضد عملیات پيل کړي، يو شمېر نشه يان يې نيولي او درملنې لپاره يې د معتادینو روغتون ته انتقال کړي دي:

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی.

"له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په شیرین جان اغا صاحب، بابا صاحب او داسې نورو زیارتونوکې عملیات تر سره کړي دي، معتادین یې نیولي او د درملنې لپاره یې د ډنډ ولسوالۍ د معتادینو روغتون ته ور پېژندلي دي. دا لړۍ دوام لري، که معتادین په هر ځای او هر زیارت کې وي، نیول کېږي او د معتادینو روغتون ته استول کېږي."

که په زیارتونو کې د نشه يي موادو استعمال له زيارتونو او پيرانو سره وتړل شي، ديني رنګ ورکړل شي، غير ديني دلايل د دين په نوم د ځوانانو تر منځ عام شي، نو له دې امله به په کندهار کې د معتادینو شمېر نور هم ډېرشي.

په افغانستان کې دا مهال تر دريو میليونو زيات خلک په نشو اخته دي او نوي څېړني ښيي چې دا شمېر ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دی.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG