د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې د سیمه‌ییز کنفرانس کوربه دی


افغان حکومت نن دوشنبه له مخدره موادو سره د مبارزې د یوه سیمه‌ییز کنفرانس کوربه دی.

تمه ده چې د کابل په کوربه‌توب له مخدره موادو سره د مبارزې په سیمه‌ییز کنفرانس کې "له مخدره موادو سره د مبارزې ګډه سیمه‌ییزه ستراتېژي" بشپړه او عملي کېدو ته چمتو شي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار پرون یکشنبه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د دغه کنفرانس هدف له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا ده، ځکه چې زموږ لویه ستونزه د سیمې له هېوادونو د مخدره موادو ترانزیټ دی، د افغان حکومت په نوښت له مخدره موادو سره د مبارزې سیمه‌ییزه ستراتېژي ترتیب شوې، په دغه کنفرانس کې به د لوړپوړو کارپوهانو په سطحه د رابلل شویو هېوادونو استازي، په دې ستراتېژۍ بحث وکړي، په دغه کنفرانس کې به دا استازي د هېوادونو په مسؤلیتونو، له مخدره موادو سره د مبارزې په فرصتونو او ننګونو بحث وکړي، څو په مټ‌یې دا ستراتېژي بشپړه او بیا عملي شي."

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې د افغانستان په ټولو شپږو ګاونډيو هېوادونو سربېره، د روسیې، ترکیې، عربي متحده اماراتو او هند استازي هم برخه اخلي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د نړیوالې ادارې د کلني راپور پر اساس، اروپا ته د افغانستان د مخدره موادو د قاچاق لاره "د بالکان لار" په ټوله نړۍ کې د مخدره موادو د قاچاق خطرناکه لاره شمېرل کېږي.

ټولې اروپا ته د بالکان نومې لارې په واسطه چې د افغانستان له لوېدیځو پولو پيلېږي، د ایران، ترکیې او د بالکان حوزې له لارې د افغانستان مخدره مواد قاچاق کېږي او روسیې ته هم د افغانستان د مخدره موادو د قاچاق لار د منځنۍ اسیا د هېوادونو له زړه تېرېږي.

افغان چارواکو په وار وار ویلي چې نړۍ ته د افغانستان د مخدره موادو قاچاق وړونکې ډلې له ترورېستي شبکو سره لاس لري او افغانستان‌یې نا امنه کړی دی.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار وايي، د همدغو نا امنیو په سبب سږ کال هم د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

ښاغلی دانشیار زیاتوي:

"متأسفانه د هغو ننګونو له مخې چې سږ کال افغان حکومت ورسره مخ و او د نا امنیو په سبب په هغو سیمو کې چې د حکومت کنټرول نه‌و، د تېر کال به نسبت په‌کې د کوکنارو کښت د پام وړ زیات شوی دی."

افغان حکومت په داسې حال کې د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو په شمول د سیمې ځیني هېوادونه له مخدره موادو سره د مبارزې کنفرانس ته بللي چې د افغانستان د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره دغو هېوادونو ډېر لاس نه‌دی ورکړی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له نشه‌یي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت په ملاتړ ټینګار کړی، خو وبه کتل شي چې په رښتیا هم له مخدره موادو سره د مبارزې د ګډې جوړېدونکې ستراتېژۍ د تطبیق لپاره همکارۍ کېږي، که څنګه؟

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG