د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

عظیمي: له مخدره موادو څخه د خلاصون لار واحد دریځ او ګډه ستراتیژي ده


افغانستان له مخدره موادو سره د اغېزمنې مبارزې په هدف، د سیمې په کچه د يوې ستراتېژۍ پر جوړولو کار پېل کړی دی.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت په داسې حال کې د سیمې په کچه د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د يوې ستراتيژۍ پر جوړولو کار پېل کړی چې په افغانستان د مخدره موادو په کښت او قاچاق کې په بې ساري ډول زیاتوالی راغلی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ جوړ شوي کنفرانس ته وویل چې د دغې پدېدې د له منځه وړلو لپاره يوې ګډې ستراتيژۍ او تګلارې ته اړتیا ليدل کېږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي
له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي

اغلې عظیمي زیاته کړه:

"هیله لرم چې د دغې دوه ورځنۍ ناستې په ترڅ کې د مخدره موادو سره د مبارزې لارې چارې په نښه او حل لارې يې د يوې ستراتيژۍ په چوکاټ کې وړاندې کړو، له دغې پدېدې څخه د خلاصون يوازنۍ لار يو واحد دریځ او د يوې ګډې ستراتيژۍ جوړېدل دي."

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې د ۱۲ هېوادونو ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې، چین، متحده عربي اماراتو، هند او ترکيې استازي په کابل کې سره راټول شوي، څو د دغې ستراتيژۍ پر طرحې او د دغې پدېدې په وړاندې د ګډې مبارزې پر لارو چارو بحث او خبرې وکړي.

دغه ناسته به دوه ورځې دوام کوي او په پای کې به د سیمې په کچه د ګډون کوونکو هېوادونو يو ګډ کاري ګروپ هم جوړېږي.

د افغانستان د مخدره موادو وزارت مسؤلین وايي، د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې دوی د سیمې له هېوادونو راضي نه دي، خو هڅه کوي چې د داشان ناستو له لارې د سیمې هېوادونه د دغې پدېدې په وړاندې عملي او رښتینې مبارزې ته وهڅوي.

په دغه ناسته کې د يادو هېوادونو استازو مخدره مواد او ترورېزم د يو بل سره تړلي وبلل او په وړاندې يې د يو واحد درېځ پر رامنځته کېدو او ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

دوی په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې او د نړۍ د نورو هېوادونو همکاري او همغږي مهمه وبلله.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان هم د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو پر ګډ دريځ ټینګار کوي او د دغه پدېدې په وړاندې د يوې ګډې عملي ستراتيژۍ جوړېدل ګټور ګني.

له دې ډلې هارون رشید شیرزاد وايي، که چېرې په دې برخه کې يو ګډ دریځ رامنځ ته نشي، نو د دغې پدېدې په وړاندې بریا ناشونې ده.

ښاغلی شیرزاد وایي:

"دغه کنفرانس د فکر جوړولو لپاره یو ښه قدم دی، په دې شرط چې د سیمې په کچه د فکر يووالی راشي، که چېرې دا کار ونشي او واحده ستراتيژي رامنځ ته نشي، کامیابي ډېره سخته ده."

ښاغلی شیرزاد وايي، د ناستو دغه لړۍ او بحثونه باید تر هغې دوام وکړي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د دغې پدېدې په وړاندې عملي ګامونه واخلي او خلک له دغه رنځ او ناورین څخه خلاص کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG