د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

هنګري: د ۷۰ کسانو پر وژلو تورن "پاکستانی قصاب" مو نیولی


د هنګري او اتریش پولیس چارواکي وايي، یو پاکستانی وګړی یې نیولی چې پخپل هېواد پاکستان کې د ۷۰ کسانو پر وژلو تورن دی.

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د هنګري د پولیسو د یوه چارواکي په حواله وویل چې پولیسو بوداپست ښار ته نېږدې، له صربیا سره پر پوله د ناقانونه کډالو یوه ډله ودروله چې د نورو ناقانونه کډوالو سربېره پکې د لسګونو کسانو پر وژلو تورن دغه ۳۵ پاکستانی هم و.

د دوی په خبره، دغه سړي غوښتل د ناقانونه کډوالو په ډله کې د انساني قاچاقیانو په مرسته اتریش ته لاړ شي، خو په دغه ډله کې د نورو نیول شویو ناقانونه کډوالو هویت یې نه دی څرګند کړی.

که ځه هم د پولیسو د دغه پاکستاني نوم نه دی څرګند کړی او یوازې یې A.Z «ای.زیډ» په نامه یاد کړی، خو وايي انټرپول د هغه د نیولو لپاره د پاکستان په غوښتنه نړېوال حکم جاري کړی و او انټرپول «نړیوال پولیس» د هغه د نیولو په هڅه کې و.

د دغه پاکستاني د نیولو په اړه لا تر دې دمه پاکستان څه نه دي ویلي او نه هم د هغه په اړه نور تفصیلات راڅرګند شوي، خو د راپورونو له مخې، د هنګري پولیسو له خوا نیول شوی دغه پاکستانی وګړی په "پاکستاني قصاب" مشهور دی.

که همد اتریش پولیسو هم لا تر دې دمه د نیول شوي پاکستاني د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستاني رسنۍ بیا د اتریش د کورنیو چارو د وزیر په حواله وايي چې نوموړي د هنګري د پولیسو له خوا د دغه کس نیول د جنایتونو د مخنیوي لپاره د نړېوالې همکارۍ د کردار اهمیت په ګوته کوي.

د یادونې وړ ده چې هر کال زرګونه پاکستانیان او افغانان په غېر قانوني خونړیو لارو اروپا ته د تللو هڅه کوي چې د راپورونو له مخې، په دغه هڅه کې هر کال سلګونه کسان یا خو پر لاره مړه کېږي او یا هم د بېلا بېلو هېوادونو د امنیتي چارواکو په خوا نیول کېږي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG