د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

مهدي: ځانوژونکي بریدګر زما د سترګو پر وړاندې ځان ته چاودنه ورکړه


د کابل د امام زمان جومات لمونځ کوونکي پر دغه جومات د شوي برید د سترګو لیدلی دردونکی حال بیانوي.

مهدي د امام زمان د جومات یو لمونځ کوونکی دی چې اوس د استقلال د روغتون د سوځېدلو د درملنې په واټ کې بستري دی.

د هغه د بدن ډېرې برخې په بشپړه توګه سوځېدلې دي، له همدې امله ډاکترانو د ازادي راډیو خبریال ته یوازې پنځه دقیقې وخت ورکړ چې هغه سره د زړه خواله وکړي.

د مهدي له خبرو داسې ښکاري چې له انتحاري حملې مخکې د امام زمان په جومات کې شپږ قطاره لمونځ کوونکي په عبادت ولاړ وو او په هر قطار کې له ۱۳ تر ۱۴ کسان وو.

مهدي وايي، هغه د لمونځ کوونکو په څلورم قطار کې و چې مشکوک یو سړی په وارخطایۍ جومات ته ننووت، داسې چې د وروستي قطار د لمونځ کوونکو پاملرنه‌یې جلب کړه.

مهدي د امام زمان د جومات یو ټپي لمونځ کوونکی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي
مهدي د امام زمان د جومات یو ټپي لمونځ کوونکی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي

مهدي زیاتوي:

"یو ځوان راغی چې تقریباً ۲۱ کاله عمر به‌یې درلود، زما په مخ کې د جومات ستنه وه او یو کس هلته نه‌ځایده، دا ځای تش و، خو دا ځوان راغی او زما په مخ کې ودرېد، په همدې وخت کې د جومات ساتونکی راغی، دغه هلک ته‌یې وکتل، خو څه‌یې ورته ونه‌ویل او بېرته ولاړ، له هغې وروسته د همدې مشکوک کس په څنګ کې چې دوه کسان ناست وو، ده ته‌یې وویل چې بیرون ولاړ شه، دلته نه‌ځایېږې چې د لمونځ کوونکو منځ ته راغلې، دغه مشکوک کس ورته وویل چې صبر وکړئ، په همدې وخت کې چاودنه وشوه او نور مې څه په یاد کې نه‌دي پاتې."

مهدي د جمعې د ورځې په دغه حمله کې ټپي شوی، خو ورور یې د ابد لپاره له سترګو پناه شوی دی.

د ده پلار هم په دغې پېښه کې ټپي شوی، خو هغه له مهدي لیرې د وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې بستري دی.

مهدي وايي چې جومات ته د ننوتونکو کسانو هېڅ بدني پلټنه نه‌کېده او نه‌هم د جومات په شااوخوا کې امنیتي ځواکونه لیدل کېدل.

دی وایي:

"هېڅ‌څوک نه پلټل کېدل، هلته یوازې د جومات یو ساتونکی و او بس."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې د ورځې په ماښام یوه انتحاري حمله کوونکي د کابل په لوېدیځ کې د امام زمان په جومات کې ځان ته چاودنه ورکړه.

د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغې حمله کې ۵۶ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د دغې پېښې د قربانیانو خپلوان امنیتي بنسټونه په بې‌غورۍ تورنوي او وايي چې په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې جوماتونه تر بریدونو لاندې نیول شوي، خو پولیس د لمونځ کوونکو او جوماتونو لپاره هېڅ ځانګړي تدابیر نه‌لري.

خو د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وايي، حکومت د جوماتونو د امنیت لپاره د خلکو له‌منځه امنیتي کسان ټاکلي دي.

د یادې قوماندانۍ سرپرست محمد سالم احساس د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته په دې اړه وویل:

"د خلکو د همکارۍ پر اساس، موږ هلته د خلکو پولیس ټاکلي دي چې په همدې ورځ هم په همدغه جومات کې وو، خو دا چې دښمن‌یې نه‌و پېژندلی، ځکه دښمن د خپل شوم هدف په پوره کېدو بریالی شو."

ښاغلی احساس وايي چې پولیسو ته‌یې امر کړی، تر څو له ټولو امکاناتو څخه په استفادې د جوماتونو او لمونځ کوونکو د خوندي امنیت لپاره کار وکړي.

د هغه په وینا، یوازې د شیعه مذهب د پیروانو په جوماتونو او تکیه‌خانو کې د ټینګ امنیت امر نه‌دی شوی، بلکې د کابل د نورو جوماتونو امنیت هم د دوی تر پوښښ لاندې دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG