د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۸

په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


ډېرو لوېدیځو رسنیو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل او غور کې پر جوماتونو د جمعې شپې د خونړیو بریدونو په اړه تبصرې لیکلې دي.

ګارډین ورځپاڼي په خپله یوه مقاله کې لیکلي، د طالبانو تحرکاتو ته په کتو په افغانستان کې د امریکا جګړه نه‌بریالۍ کېږي.

ورځپاڼې په یوه ورځ د دوو پیښو یادونه کړې چې په کابل او غور کې په یوه شپه نږدې ۹۰ تنه وژل شوي دي.

د ګارډین په لیکنه په افغانستان کې دغه خونړي بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جګړه پراخه کړي.

ګارډین په کابل کې د امام زمان په نوم جومات کې د وروستي برید په اړه لیکي، د افغانستان شیعه مذهبي د تېر کال دوبي راهیسې چې د داعش وسله‌والو له‌خوا پر دوی بریدونه ډېر شوي، ځانونه خوندي نه‌ګڼي.

  • ډېلي ټلبګراف

ډېلي ټلېګراف ورځپاڼه لیکي چې افغانستان د جمعې په ماښام په کابل او غور کې په بریدونو سره یوه ډېره خونړۍ اوونۍ تېره کړه.

دغې ورځپاڼې د افغان ولسمشر هغه څرګندونې هم راخیستي چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره‌یې ویلي، هغه ترورېستان به چې په هر مذهب او قوم پورې تړلي افغانان په نښه کوي، له‌منځه یوسي.

ډېلي ټلېګراف د امام زمان جومات د پېښې د یوه عیني شاهد خبرې هم راخیستې دي چې وایي، دغه جومات له ښځینه او نارینه عبادت کوونکو ډک وو چې پېښه وشوه.

د علي محمد په خبره دا چاودنه دومره زوروره وه چې د لیرې سیمو ښیښې یې هم ماتې کړې.

ډېلي ټلېګراف دغه‌راز د شیعه مېشتو سیمو د اوسېدونکو له قوله لیکلي چې وایي، په کابل او هرات کې پر شیعه عبادت کوونکو تر بریدونو وروسته د کابل په جوماتونو کې د عبادت کوونکو شمېر یو په درېیمه کم شوی دی.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوست هم د کابل د جمعې د شپې پر خونړي برید تبصره لیکلې او وایې چې طالبانو په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې لسګونه کسان ووژل.

ورځپاڼې په کابل کې د یوه شیعه مشر عبدالحسین ناصري له قوله لیکي چې وایي، په افغانستان کې د شیعه مذهبو د جوماتونو د امنیت لپاره لا نور امنیتي تدابیر په کار دي.

واشنګټن پوسټ دې ټکي ته هم اشاره کړې چې په کابل کې د شیعه مذهبو جومات داسې مهال په نښه شوی چې په عین وخت کې په غور کې د سنيانو پر جومات برید وشو.

داعش وسله‌والو د کابل د برید مسؤلیت منلی دی، خو تر اوسه د غور د برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG