خبرونه
پر انټرنټ د سخت دریځو ډلو د تبلیغاتو مخنیوي هڅې!

د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه یا جي ۷ وايي، د ټکنالوژۍ له سترو نړیوالو ادارو سره په همکارۍ به پر انټرنټ د سخت دریځو ډلو د تبلیغاتو د بندولو لپاره کار وکړي.
د ایټاليې د کورنیو چارو وزیر مارکو مینیتي د جمعې په ورځ په روم کې وویل دا هڅې به د سخت دریځو لخوا په ان لاین ډول د استخدام، روزنې او سخت دریځه کولو پروسه په نښه کړي.
نوموړي وویل د ۷ سترو صنعتي هېوادونو حکومتونه به په دې برخه کې له فسبوک، ټویټر،ګوګل او یوټیوب سره همکاري وکړي.
مینیتي وویل دا د سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې لپاره د حکوتونو او د ټکنالوژۍ د سترو ادارو ترمنځ لومړنی لوی ائتلاف دی.
د فسبوک، ټویټر، یوټیوب او ګوګل استازو تر اوسه په دې اړه چې څرنګه به د سخت دریځو د ان لاین تبلیغاتو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي، څه نه دي ویلي.
امریکا، برتانیه، کاناډا، جرمني، فرانسه، ایټالیا او جاپان د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هرات کې د روژې میاشتې په مناسبت نندارتون

په هرات ولایت کې د روژې میاشتې په مناسبت د پیام نور په نامه یو نندارتون جوړ شوی ده، چې په کې د نقاشۍ، خطاطۍ، تذهیب او نورو هنري برخو ۷۵ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د ملي نګارستان مدیر عبدالله عثماني د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبری آژانس ته ویلي چې دا هنري اثار د ۴۰ غوره استادانو له خوا چمتو شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ډېرو نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو هنرونو هم ستر محدودیتونه وضع کړل.
له دغو محدودیتونو څخه یو هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د رسمولو او ان د هغوی د عکسونو خپرول يې هم منع کړي.
د طالبانو حکومت د روان کال د اګست په میاشت کې د "امر بالمعروف او نهي عنالمنکر" په نوم نوی قانون اعلان کړ چې، د دې قانون د ۱۷مې مادې په درېیم بند کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو او خپرولو باندې پهکې محدودیت لګول شوی دی.
د باجوړ، مومندو او کنړ اوسېدونکو د لارو خلاصېدو غوښتنه کړې

د باجوړ، مومندو او کنړ د سیمو اوسېدونکو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لارو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.
د دوی په خبره، د ترانسپورتي لارو په تړل کېدو سره په يادو سيمو کې سوداګري هم بنده شوې او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د جنازو په مراسمو کې ګډون کول هم ستونزمن شوي دي.
قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سه شنبې په ورځ (مارچ ۱۱) په باجوړ کې د یوې غونډې په ترڅ کې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان له چارواکو وغوښتل چې سوداګري، د خلکو مواصلاتي او ټرانسپورټي لارې دې له سیاست او اړوندو ستونزو لرې وساتي.
پاکستان له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده او د بیا پرانیستلو په اړه یې تر اوسه خبرې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ له سوداګریزو توکو ډکې او زرګونه مسافر بند پاتې دي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او افغان او پاکستاني سوداګرو ته لس میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
په غزه کې د اسرایل په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول

د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱مه) په غزه کې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور فلسطینیان ووژل شول.
د رویترز خبری آژانس په دې اړه په راپور کې ویلي چې دا په داسې حال کې ده چې د عربي او امریکایي منځګړو له خوا د حماس او اسراییل ترمنځ د جنوري د ۱۹مې د اوربند د تړون د غځولو په اړه د اختلافاتو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) هم اعلان وکړ چې دوی په مرکزي غزه کې د اسراییلو سرتیرو ته د ګواښونو په اړه شکمن یو شمیر ترهګر پیژندلي او د الوتکو په وسیله یې برید وکړ.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند لومړی پړاو چې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه په رسمیت پېژندل کېږي، له یوې اوونۍ زیاتې تېرې شوې او تر اوسه دواړه لوري د دې تړون د غځولو پر شرایطو نه دي سلا شوي.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس او نورو سخت دریځو ډلو له برید سره پیل شوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر کسان یرغمل شول.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا څانګې په وینا، له هغه وخت راهیسې له ۴۸،۵۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
افغان او پاکستاني سوداګر او مشران نن بیا د تورخم د پرانستو پر سر جرګه کیږي

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان سوداګر نن ماسپښین مهال یوځل بیا د تورخم لارې د پرانستو پر سر سره جرګه شي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیو ته ویلي چې نننیو خبرو کې به د دوی له خوا ۲۷ سوداګر او د پاکستان له خوا ۳۷ سوداګر او قومي مشران ګډون کوي.
دوی تېره اونۍ هم د دغې لارې د خلاصون پر سره سره ناست وو او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې د تورخم د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو خبرو یې لا پایله ورنه کړه.
هغه مهال د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسول خانجان الکوزي وویل، پاکستانی لوري په دې شرط تورخم خلاصوي چې هلته افغان لوری د تاسیساتو جوړول پای ته ورسوي.
تورخم لاره د همدې تاسیساتو پر سر د شخړو له کبله د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې بنده ده چې خلکو او سوداګرو ته یې ډېر زیانونه اوښتي دي.
څو ځله دواړو خواوو درنې او سپکې ډزې هم سره تبادله کړي چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ګڼ خلک یې بې ځایه کړي دي.
افغانستان کې د ۷۹ کلن بریتانوي زنداني روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی

په افغانستان کې د نهه اویا کلن بریتانوي پیټر رینولډز، چې له خپلې میرمنې باربي سره یوځای زنداني شوی، ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې دغه خبره د دغې جوړې د لور سارا اینټویسټل په حواله پرون یکشنبه کړې ده.
سارا ویلي، پلار یې د زړه دوامداره درمل خوري او په خبره یې روغتیایي وضعیت یې وروسته تر هغه ډېر خراب شوی چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې یوه زندان ته لېږدول شوی دی.
سارا ویلي، د پلار سینه او دواړه سترګې یې مکروبي شوي او د سمې نه تغذیې له کبله یې د هاضمې سیستم هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
ویل شوي چې له زندانه مخکې پر دغه بریتانوي وګړي د زړه یوه وړه حمله هم راغلې ده.
طالبانو تېره میاشت تایید کړه چې دغه بریتانوي جوړه یې چې د راپورونو له مخې افغانستان کې يې خیریه کارونه کول، په بامیانو ولایت کې نیولې ده.
په شمالي مقدونیه کې په یوه کنسرت کې د اور د لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۵۹ کسان مړه شوي دي

په شمالي مقدونیه کې په یوه کنسرت کې د اور د لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۵۹ کسان مړه شوي دي.
د دې هېواد د کورنیوچارو وزیر پانچې توشکوفکسي نن (د مارچ ۱۶مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې اور تېره شپه په کوچاني سیمه کې د DNA د موسیقۍ د بانډ د کنسرت پرمهال په تالار کې دننه د اورلوبې په نتیجه کې ولګېد.
د توشکوفسکي په وینا له اورپېښې وروسته له سلو ډېر کسان د علاج لپاره د سیمې روغتونونو ته رسول شوي دي. نوموړی وايي، داسې ښکاري چې د تالار چت له داسې موادو جوړ شوی و، چې د اورلوبې له بڅرو اور اخلي.
کوچاني د شمالي مقدونیې د پلازمېنې سکوپیې په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی.
د سربیا په پلازمېنه کې پراخ لاریونونه روان دي

داسې مهال چې د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې د تېرو څو لسیزو تر ټولو لویې مظاهرې روانې دي، د دې هېواد ولسمشر الکساندر ووچیچ وايي، هغه پراخه منفي انرژۍ او غوسه چې خلک یې د چارواکو په وړاندې لري، د درک وړ ده.
دا اعتراضونه په تېره نوامبر میاشت کې هغه مهال پیل شول چې د اورګاډي په یوه سټېشن کې له خونړۍ پېښې وروسته خلکو چارواکو په فساد تورن کړل.
ولسمشر ووچیچ تېره شپه په یوه خبري غونډه کې د خبرو پرمهال هڅه کوله چې ځان د خلکو د غوښتنو د استازي په توګه معرفي کړي. هغه وویل چې په حکومت کې شامل ټول کسان باید پوه شي چې کله دومره ډېر خلک راټولېږي، پیغام یې څه شی دی.
د چارواکو د اټکل له مخې په دې مظاهرو کې د ۸۸ زرو او ۱۰۷ زرو ترمنځ خلکو ګډون کړی و، خو د عمومي غونډو د ارزونې یوې ادارې ویلي دي چې ښايي د دوی شمېر به د ۲۷۵ زرو او ۳۲۵ زرو ترمنځ و.
معترضان پرون په داسې حال کې چې بیرغونه ورسره وو، د ښار په بېلابېلو برخو راټول شول او بیا یې د پارلمان مخې ته غونډه وکړه.
افغان ساحلي فټبال لوبډلې له جاپانه په دوستانه لوبه کې ماتې وخوړه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملې لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې له جاپان څخه د ۲ د ۶ په مقابل کې ماتې وخوړه.
دا لوبه پرون شنبې په ټایلند کې ترسره شوه. د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو د ساحلي فوټبال جام سیالیو کې د ګډون په موخه تیره دوشنبې تایلند ته تللې ده. افغانستان له دې مخکې د تیرې جمعې په ورځ د عربستان لوبډلې ته د ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړې وه.
د اسیا د ملتونو د ساحلي فوټبال سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په شلمه د تایلند په کوربتوب پیلږي چې پر افغانستان سربیره د ډیر شمیر اسیايي هېوادونو لوبډلو پکې ګډون کړی دی.
امین ګنډاپور: پولیس دې پر مفتي منیر شاکر د حمله کوونکو پر ضد جدي اقدامات وکړي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیرعلي امین ګنداپور پردیني عالم مفتي منیرشاکر خونړی برید په کلکه وغانده او له پولیسو یې وغوښتل چې د دې برید د عاملانو د په نښه کولو او نیولو لپاره جدي اقدام وکړي.
د خيبر پښتونخوا ديني عالم مفتي منير شاکر پرون شنبې د پېښور په ارمړ سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې ټپي شوی وچې وروسته یې په یوه روغتون کې ساه ورکړه. تر اوسه چا یا کومي ډلې پر مفتي شاکر د بريد مسوليت نه دی اخیستی. مفتي منیر شاکر په وروستيو کلونو کې په خپلو جنجالي ديني بيانونو سره ډېر شهرت موندلی وو. هغه د پښتون ژغورنې له غورځنګ (پي ټي اېم) سره خواخوږي څرګندونه کړې وه او ډیرځل یې په غونډو کې ليدل کېده. نوموړي د پاکستان د پوځ پر تګلارو هم نيوکې کولې.
رابرټ ډنیرو په یوه نوي فلم کې دوه اصلي رولونه ولوبوي

ټاکل شوې د هالیووډ نامتو لوبغاړی روبرټ دنیرو په یوه نوي فلم کې دوه اصلي رولونه ولوبوي. دنیرو به، چې دوه ځلې یې اوسکار جایزه ګټلې ده د الټو نایټس یا د التو د سردارانو په فلم کې د دوو اصلي کرکټرونو رولونه ولوبوي.
د الټو د سردارانو فلم په نیویارک کې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د ایټالوي- امریکايي مافیا د دوو اصلي مشرانو فرانک کوستیلو Frank Costello او ویټو جینوویزVito Genovese ترمنځ د سیالۍ رښتینې کیسه رانغاړي.