د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د پوهنې وزارت پر فعالیت د وکیلانو او د ښځو د حقوقو د مدافعینو سخت انتقاد


په افغانستان کې تعلیمي ستونزې او نیمګړتیاوې هغه څه دي چې د ولسي جرګې ځینې غړي او د ښځو د حقونو فعالانو یې په له منځه وړلو کې د پوهنې وزارت ناکام ګڼي.

د ولسي جرګې د پوهنې او لوړوزده‌کړو د کمېسیون غړي وايي، سره له دې چې د پوهنې وزارت د نجونو د ښوونې او روزنې د ښه کولو لپاره میلیونونه ډالره ترلاسه کړي خو هره ورځ ښوونځیو ته د نجونو په تګ کې کمی راځي چې دا د هېواد د پوهنې پر سکټور جبران نه منونکی ګوزار دی.

د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده‌کړو د کمېسیون یوه غړې حمیرا ایوبي وايي، کوم څار چې دوی د پوهنې پر وزارت کړی ښيي چې په دغه وزارت کې فساد او کمزوری مدیریت د دې لامل شوی چې نجونو ته د زده‌کړو او تعلیم اسانتیاوې برابرې نه شي.

نوموړې زیاته کړه:

"که دغه وزارت غښتلی مدیریت درلودای، ښوونځیو ته یې د نجونو د تګ ډېر پروګرامونه په کم لګښت حتی په وړتیا ډول پلی کولی شول، ډیری سازمانونه شته چې اوس له پوهنې وزارت سره مرسته کوي، خو نه شي کولی مرستندویان باوري کړي چې د نجونو د جذبولو لپاره پرواګرامونه لرو، فساد بله لویه ستونزه ده او څه چې موږ یې وینو، په دغه وزارت کې کار نشته."

ایوبي: ښوونځیو ته د نجونو د تګ لېوالتیا د پخوا په پرتله کمه شوې.
ایوبي: ښوونځیو ته د نجونو د تګ لېوالتیا د پخوا په پرتله کمه شوې.

د مېرمن ایوبي په باور، ښوونځیو ته د نجونو د تګ لېوالتیا د پخوا په پرتله کمه شوې او دغه وزارت د دې پرځای چې نجونو ته نوي ښوونځي جوړ او روزنیزو او ښوونیزو مرکزونو ته د دوی د تګ راتګ ستونزې هوارې کړي، میلیونونه ډالره یا داچې زېرمه کوي یې او یا داچې دغه پیسې ورکېږي.

مېرمن ایوبي وايي، په دغه وزارت کې فساد او نیمګړتیاوې د دې لامل هم شوي چې ځینو موسسو چې پخوا تردې یې له بېوزلو کورنیو سره ښوونځیو ته د دوی د ماشومانو د تګ په خاطر مرستې کولي، اوس دغه مرستې نه کوي.

د پوهنې پر وزارت دغه انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې دغه وزارت اوونۍ مخکې د نجلۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو په ناسته کې ویلي چې په هېواد کې څه کم دوه نیم میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد ۵۰ فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري، په ۳۳ فیصده ښوونځیو کې زده‌کوونکي اوبو ته لاسرسی نه لري او له شپېتو څخه تر اویا فیصدو پورې د لېسو نجونې، خپلې زده کړې پای ته نه شي رسولی.

د افغان مېرمنو شبکه وايي، که د پوهنې وزارت د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي لامل ناامني او د بودجې کموالی په ګوته کوي دا یوه بهانه ده ځکه د دغې شبکې په خبره دا وزارت نه دی توانېدلی چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ لپاره کورنۍ وهڅوي.

د دغې شبکې د اجرائیه څانګې مشرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، د پوهنې وزارت کولی شي په لږو امکاناتو د رسنیو، تبلیغاتو او جوماتونو له لارې، کورنۍ وهڅوي چې نجونې ښوونځیو ته ولېږي.

حمیدي: د پوهنې وزارت باید د تبلغاتو له لارې کورنۍ تعلیم ته وهڅوي.
حمیدي: د پوهنې وزارت باید د تبلغاتو له لارې کورنۍ تعلیم ته وهڅوي.

دا وايي، که د پوهنې وزارت د دې کار لامل ناامني ګڼي، نو بیا د نامنو سیمو نارینه زده کوونکي څنګه ښوونځیو ته ځي:

"په خواشینۍ سره چې د نجونو د ښوونې او روزنې لپاره میلیونونه ډالره لګيدلي، خو له کورنیو سره کار نه دی شوی او ملاتړ یې هم نه دی شوی، ښوونې ته د نجونو لاسرسی د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې نه دی، دغه وزارت له اوولس کلونو راهیسې ناکام دی، د بامیانو ولایت چې امنیت یې ښه دی، دغه وزارت په کې هیڅ کار نه دی کړی، څو نجونې ښوونځي ته لاړې شي."

د دغو انتقادونو سره سره د پوهنې وزارت د بودجې کمښت یوه ستونزه ګڼي.

د دغه وزارت د خپرونو رئيس کبیر حقمل وايي، د شته ستونزو د هوارولو لپاره د پوهنې وزارت په پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې د نجونو ښوونې او روزنې ته ځانګړی پام شوی او په دې برخه کې یې د کورنیو د هڅو لپاره د دینې عالمانو هڅې مهمې ګڼل شوي دي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

هغه وویل:

"په هره اندازه چې امنیتي وضعیت ګډوډېږي په هماغه اندازه نجونې جراات نه کوي چې له کوره ووځي، فکر نه کوم چې په ۲۱ مه پېړۍ کې دې کورنۍ د علم پر اهمیت ونه پوهېږي او نجونې دې له ښوونځیو منع کړي، خو ستره ستونزه ناامني ده، که موږ ټولنیزه سوکالي ولرو، د سلو هغو کسانو فیصدي به صفر شي چې نجونه ښوونځیو ته نه پرېږدي."

که څه هم دغه وزارت د هېواد د ټولو زده کوونکو ۴۰ فیصده نجونې یوه لاسته راوړنه ګڼي خو سمیرا حمیدي په دې برخه کې پرلا هڅو ټینګارکوي.

دا وايي، د ټولنې نیمايي برخه چې له نجونو جوړه ده او دتعلیم مخه يې ونیول شي، دا به د هېواد په ګټه نه وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG