د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

کونړ کې ښځینه محصلینو ته لیلیه په جوړېدو ده


په کونړ کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اته کاله کېږي چې جوړ شوی چې پنځه پوهنځي لري او نږدې ۵۰۰۰ زره محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.

د هلکانو لپاره په درېیو بلاکونو کې دوه پوړیزې ودانۍ تېرکال جوړې شوي خو د ښځینه محصلینو لپاره لیلیه نشته چې له تېرکال څخه پرې کار روان دی.

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس استاد میر احمد حامد په یوه ځانګړي مرکه کې ازادي راډیو ته د ښځینه محصلینو لپاره د جوړیدونکي لیلۍ د ځانګړنتیاو په اړه

وویل:

"دغه ودانې چې تاسو ګورئ دا به څلور منزله وې او په هر منزل کې به ۳۳ خونې ولري. په دې کې به له ۸۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې د نجونو د اوسېدو ګنجایش وي. په دې به ۹۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي. د بشپړېدو موده یې دوه کاله ده، یو کال يې پوره شوی او یو پاتې دی. کال بعد به دا تعمیر موږ ته را تسلیمېږي."

هغه وویل، د لیليي د نشتوالي په وجه هرکال په کانکور کې بریالۍ شوي زیاتې نجونې د لوړو زده کړو له نعمته بې برخې کېږي او که ودانۍ جوړې شي دا ستونزه هم پای ته رسېږي.

په دې اړه یوې محصلې ازادي راډیو ته وویل:

"د پوهنتون جوړېدل زموږ کورنیو او کونړ ته د خوشحالۍ خبره ده. موږ چې نن پوهنتون ته راځو او دلته درس وایو، دا هم د خوب لیدل دي. موږ چې کله له پوهنتونه فارغېږو بېرته په کونړ کې په ښوونځیو او لیسو کې ښوونکي کېږو، دا د خوښی ځای دی."

نوموړې په ټولو خویندو او د هغوی په کورنیو غږ وکړ چې تعلیم ته مخه کړي.

اوس مهال د سید جمال الدین افغاني په پوهنتون کې نېزدې ۵۰۰۰ زره محصلین لوړې زده کړې کوې چې دومره شمېره کې یوازې ۶۰ نجونې دي او لامل يي هم د ښځینه محصلینو لپاره د لیلې نشتوالی دی.

بلخوا د کونړ په ښوونځیو کې اوس څه کم دوه لکه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې ۷۰۰۰۰ يې نجونې دي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG