د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

سرور دانش وايي، د پوهنې روان بهیر ناهیلې کوونکی دی


د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، په هېواد کې د پوهنې روان بهیر ناهیلې کوونکی دی.

ښاغلي دانش چې د چهارشنبې په ورځ‌یې د بې‌سوادۍ د ختمولو په هدف د خصوصي سکټور د ملاتړ او ملي يووالي په نوم غونډه کې خبرې کولې وویل، د بشري حقونو د څار سازمان راپور دا ښيي چې د عمومي تعلیماتو او د سواد د زده‌کړې په برخه کې د پوهنې بهیر له جدي ننګونو سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره باید ووایم چې په ټوله کې د هېواد د پوهنې د عمومي وضعیت او له ښوونځيو نه د محرومو ماشومانو په برخه کې وروستي راپورونه ناهیلې کوونکي دي او که ورته پاملرنه ونه‌وکړو نو له ماتې سره به مخ شي."

چارواکي: اوسمهال ۹ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.
چارواکي: اوسمهال ۹ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال ۹ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې په زده‌کړو بوخت دي، خو درې میلیونه نور چې اکثریت‌یې نجونې دي له زده‌کړو محرومې دي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د بې‌سوادۍ کچه په‌کې لوړه یعنې ۶۵ سلنه وګړي یې د سواد له نعمته بې‌برخې دي.

د يو شمېر راپورونو له مخې په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د پوهنې سره د نړیوالې ټولنې د میلیونونو ډالرو مرستې سره سره لا هم د افغانستان د پوهنې بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

بشري حقونه: د افغان نجونو د زده‌کړې په برخه کې هڅې کمزورې شوي

ناامنۍ، د ښوونځيو تړل کېدل، د درسي خونو کمښت، د ښځینه او نارینه ښوونکو کموالی هغه لويې ستونزې دي چې د هېواد د پوهنې بهیر یې ټکنی کړی دی.

د پوهنې وزارت د مسؤلینو په خبره، له زرو نه ډېر ښوونځي دا مهال د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

پوهنې وزارت: له زرو نه ډېر ښوونځي دا مهال د ناامنیو له امله تړل شوي دي.
پوهنې وزارت: له زرو نه ډېر ښوونځي دا مهال د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت په هېواد کې د بې‌سوادۍ د له‌منځه وړلو په هدف د ملي يووالي طرحه تر لاس لاندې نیولې.

يو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، دغه طرحه ځکه کوم درد نه‌شي دوا کولای چې د افغانستان په پوهنیز سیستم کې ګڼې ژورې ستونزې موجودې دي.

صدیق پتمن
صدیق پتمن

د پوهنې وزارت پخواني مرستیال صدیق پتمن په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د افغانستان معارف ژور ریفورم ته اړتیا لري چې د پوهنې کیفیت ورسره پورته لاړ شي، په ښارونو کې کیفیت لوړ شوی، خو په ولسوالیو کې نه کیفیت شته او نه هم کمیت."

ښاغلی پتمن وايي، تر کومه چې ستونزې په اساسي ډول په نښه نه‌شي او د هواري لپاره‌یې د حکومت له‌خوا بودجه ځانګړې نه‌شي د پوهنې په وضعیت کې ښه‌والی ناشونی دی.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG