د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

پوهنې وزارت وايي د سواد او حرفوي زده‌کړو لپاره یې نوی نصاب تیار کړی


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د سواد او حرفوي زده‌کړو لپاره يې، نوی نصاب او نوي کتابونه تیار کړي دي.

دغه وزارت وايي، دغه نوی نصاب سربېره پردې چې یوکس لیک لوستی کوي، بلکې یوه حرفه هم ورزده کوي چې دغه مهارت د کورنیو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز پرې باسي.

د پوهنې وزارت سرپرست اسدالله حنیف بلخي د سې شنبې په ورځ د یاد وزارت د سواد د زده‌کړې د معینیت لخوا په دې مناسبت جوړې شوې ناستې ته وویل:

اسدالله حنیف بلخي
اسدالله حنیف بلخي

"د سواد د زده‌کړې په برخه کې له دغه کتابه د ګټې اخیستنې پرمهال، سربېره پردې چې نالوستی مو لوستی کېږي، حرفه هم زده کوي او دا کار د دوی پر ورځیني ژوند اثر کولی شي."

د پوهنې سرپرست وزیر وايي، دغه نوی نصاب پر اته برخو شخصي سوداګرۍ، د مچیو د روزلو، مرغدارۍ، د لبنیاتو د تولیدولو، خیاطۍ، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو مرستو، د کبانو د روزلو او د سبو د کرلو په برخو کې چمتو کېږي.

ښاغلي بلخي وویل په لومړي پړاو کې به یې د مچیو د روزلو، مرغدارۍ، شخصي سوداګرۍ او د لبنیاتو برخې پیل شي.

مسؤلینو وویل، دغه پروګرام د خلکو د سنجول شویو اړتیاو له مخې طرح شوی او په پلي کېدو به یې، ګڼو خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د دغه وزارت د سواد د زده‌کړې د معینت د معلوماتو له مخې، اوس په ټول هېواد کې د سواد د زده‌کړې ۱۵ زره کورسونه فعال دي چې څلورلکه او پنځوس زره کسان په کې زده‌کړې کوي.

د پوهنې وزارت د سواد د زده‌کړې معین سردار محمد رحیمي وویل، د دغو کورسونو په زده کوونکو کې، له ۶۵ فیصدو څخه تر۷۰ پورې ښځې او نجونې دي.

مسؤلینو وویل، دغه پروګرام د سواد د زده‌کړې د معینیت په نوښت، د یونسکو د دفتر په مالي او تخنیکي مرستو تنظیم شوی دی.

په افغانستان کې د یونسکو استازې پتریشا مک فیلپس
په افغانستان کې د یونسکو استازې پتریشا مک فیلپس

په افغانستان کې د یونسکو استازې پتریشا مک فیلپس چې په دغه ناسته کې حاضره وه، د یاد پروګرام د ګټو او په دې برخه کې د خپلو مرستو په اړه وویل:

"بیا هم د یونسکو د ادارې په استازیتوب، د خپلو همکاریو د پراخولو ژمنه کوم چې افغان حکومت سره به د بشري حقونو د ترلاسه کولو او په متوازنو او کیفیت لرونکو تعلیماتو کې، مرستې وکړو."

په ورته وخت کې د چارو پوهان د سواد د زده‌کړو د پروګرامونو لپاره دغه نوی نصاب او نوي کتابونه تر یوه حده اغېزمن ګڼي خو وايي، د دغه کورسونو د فارغانو لپاره به، د کارونو موندل ګران وي.

د کندز پوهنتون استاد عبدالمجید پردیس وايي، دا مهال د لیسانس او ماسټر په کچه او له دغو حرفوي کورسونو نه فارغ شوي په سلګونو کسان وزګاره دي.

دی هیله من دی چې حکومت، د دغې ستونزې هوارولو ته جدي اقدام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG