د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

د ښوونکو منتخبه شورا: حکومت راسره پر کړو ژمنو عمل نه‌دی کړی


د ښوونکي نړیواله ورځ د ښوونکو د منتخبې شورا له‌خوا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ولمانځل شوه.

د افغانستان د ښوونکو منتخبه شورا پر افغان حکومت انتقاد کوي وايي، سره له دې چې حکومت د ښوونې او روزنې په سکټور کې د مثبتو بدلونونو، د پوهنې د کیفیت د لوړولو، په ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي د پوره کولو او د ښوونکو د مالي ستونزو د هوارولو ژمنې کړي، خو په خبره‌یې دغه ژمنو ته ډېره کمه توجه شوې ده او عملي شوي نه‌دي.

د دغې شورا مسؤلینو دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ښوونکي د نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې وکړې.

دوی پر حکومت غږ وکړ، که د پوهنې په نظام کې د تخنیکي، مسلکي او مالي ستونزو هوارولو ته عملي کارونه ونه‌کړي، د پوهنې په کیفیت کې به ښه‌والي رانه‌شي.

فضل: حکومت له ښوونکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
فضل: حکومت له ښوونکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

د ښوونکو د منتخبې شورا رئیس فضل احمد فضل دغې غونډې ته وویل:

"موږ تل په دې هڅه کې وو چې وتوانېږو وزارت یا د دولت د مشرتابه چارواکي اړ باسو چې د ښوونکو له لاسه تللي حقوق بېرته ورکړي، خو په خواشینۍ سره کوم کار چې باید په څو میاشتو کې وشي، کلونه نیسي."

د یادې شورا مسؤلینو دا هم وویل، حکومت تل د پوهنې د نظام د ښه‌والي لپاره د پروګرامونو خبرې کړي او لګښتونه‌یې پرې کړي خو عملي کړي یې نه‌دي.

دوی ویل د زده‌کړو نصاب اوس هم ستونزې لري، په ښوونځیو کې د ښوونکو کمبود پر ځای پاتې دی او اقتصادي وضعیت ته‌یې هم پام نه‌دی شوی.

په جوړې ناسته کې د پوهنې وزارت د سواد د زده‌کړې مرستیال سردار محمد رحیمي د پوهنې په سکټور کې مسلکي، تخنیکي او اقتصادي ستونزې ومنلې، هیله‌یې وښوده چې د ښوونکو ورته شوراګانې دې، د شته ستونزو په هوارولو کې، د پوهنې وزارت ته لازمې مشورې ورکړي او همکاري دې ورسره جاري وساتي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"که ښوونکي د مفاهیمو د لېږدولو لپاره مناسب ظرفیت ونه‌لري، د پوهنې د نظام په کیفیت کې بدلون نه‌شي راتلی، د روزنیز نظام په تدوینولو کې باید داسې عمل وشي چې د ښوونکو او د پوهنې د کورنیو نظرونه واخیستل شي چې ښوونکي وتوانېږي مفاهیم نورو ته په ښه توګه ولېږدوي."

افغان ښوونکې
افغان ښوونکې

د ښاغلي رحیمي په خبره اوس په هېواد کې شااوخوا دوه لکه ښوونکي، نېږدې ۹ میلیونه زده‌کوونکو ته چې ۴۰ فیصده‌یې نجونې دي، په تدریس بوخت دي، خو د ده په خبره دا سکټور په بشپړه توګه له ستونزو پاک نه‌دی.

ښاغلی رحیمي وايي، هڅې روانې دي چې د پوهنې په پنځه کلن ستراتېژیک پلان کې چې جوړېدو ته‌یې تدابیر نیول شوي، د دغه نظام هر اړخیزې ستونزې په نښه او د هوارولو په برخه کې به‌یې عملي کار وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG