د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

پکتیکا کې د زده‎کوونکو د ارزونې پروګرامونه پیلېږي


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د ۱۰۳۹ ښوونکو لپاره ورکشاپونه جوړوي، څو ښوونکي د دې وړتیا پیدا کړي چې د خپلو زده‎کوونکو ورځنۍ ارزونه وکړي او د زده‎کوونکو د پوهې د کچې سره برابر تدریس پر مخ بوځي.

یاد پروګرام چې په پنځو پړاونو کې دا ښوونکي تر خپل پوښښ لاندې راولي، له مخکې د دوی د روزنې لپاره یو شمېر ځايي ټرینرانو ته زده‎کړې ورکړل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دې ورکشاپونو د پیلېدو په ځای کې ازادي راډیو ته وویل چې د دې مهارتونو د زده‎کړې اهمیت په‎ دې کې دی چې ښوونکی د خپل زده‎کوونکي ښوونیزه وړتیا معلومولای شي او په ‎دې سره ښوونکی پوهېږي چې باید خپل تدریسي میتود څرنګه عیار کړي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت زیاته کړه:

"دا دوه ورځني ټرېنېګونه دي، په ‎دې کې ۱۰۳۹ ښوونکو ته ټرېنېنګ ورکول کېږي، ښوونکي يې د پکتیکا د دارالمعلمین استادان دي چې په‎ دې برخه کې یې وار دمخه روزنه لیدلې ده، دوی به په ‎دې ورکشاپونو کې هغه تجربې چې اخیستي دي، نورو ښوونکو سره شریکوي، دا ډول پروګرامونه مخکې هم جوړ شوي، خو د اوسني پروګرام ځانګړنه دا ده چې دا د زده‎کوونکي د ارزونې ده، یعنې موږ څه ډول د شاګرد ظرفیت معلومولای شو، کوم شاګرد بریالی کېدای شي او کوم نه‌شي."

د پکتیکا د پوهنې سرپرست رئيس محمد نسیم واجد وايي چې په ‎دې پروګرامونو کې به د مرکز له ښوونکو سربېره د ټولو ولسوالیو د ښوونکو ظرفیت لوړونې ته هم پام وشي او په پروګرام کې به برخه واخلي.

محمد نسیم واجد وړاندې وايي:

"څو ورځې مخکې موږه د «جي، پي، اې» پروګرام موږ ته فنډ راکړی وو د ۸۵۰ نفرو لپاره سیمنارونه جوړ شول، د هغې سلسلې په تعقیب نن یو بل پروګرام چې د ارزونې په نامه ده، مالي لګښت‌يې د «یو، اېن، اېچ، سي، ار» نړیواله مؤسسه موږ ته راکوي، په پنځو پړاونو کې به دا سیمنارونه سرته رسېږي او د پکتیکا د مختلفو ولسوالیو ښوونکي به په‌کې ګډون کوي."

پکتیکا د هغو ولایتونو څخه ده چې د پوهنې سره د خلکو له لېوالتیا سره، سره هم ښوونکي يې له لازمې مسلکي پوهې او برخمن نه‌دي او په ډېره لږه اندازه مسلکي او لېسانسه ښوونکي لري.

په پکتیکا کې کتونکي په دې باور دي چې په یاد ولایت کې د ښوونیز بهیر په اندازه د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړو ته هم ضرورت شته.

XS
SM
MD
LG