د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

مسلمیار: تر انتخاباتو وروسته باید دودیزه لویه جرګه راوبلل شي


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، د لویې جرګې رابلل د حکومت مکلفیت دی او باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له انتخاباتو وروسته یې راوبولي.

فضل الهادي مسلمیار وايي، دا جرګه باید په بشپړې همغږۍ او د حکومت له خوا اداره شي.

نوموړي د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه وویل:

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

"حکومت مکلف دی چې د ولسواليو شوراګانو انتخابات تر سره کړي او په دې توګه د اساسي قانون له مخې د لویې جرګې رابللو شرایط پوره شي، که هدف دا وي چې حکومت دې دودیزه لویه جرګه جوړه کړي، ښه لاره دا ده چې له حکومت سره مشورې شریکې شي او هغه ډلې چې له جرګې ملاتړ کوي باید له حکومت سره خپل دلایل مطرح کړي."

په افغانستان کې د دودېزې لویې جرګې پر رابللو داسې مهال ټینګار کېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي د اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره حکومت ته د لویې جرګې د رابللو وړاندیز وکړ.

یو بل سناتور شېر محمد اخندزاده وايي، امنیتي وضعیت او د ولسمشر د لومړي مرستیال نه شتون د افغان حکومت د بد وضعیت څرګندې نمومنې دي او حکومت ته د خپل منځیو ستونزو د هواري په هدف د لويې جرګې رابلل یوه اړتیا ده.

د لويې جرګې جوړول او د حکومت د ننه اصلاحات هغه غوښتنې دي چې په دې وروستیو کې د یو شمېر ګوندونو او سیاسي څېرو له خوا مطرح کېږي.

خو د مشرانو جرګې یو شمېر نور غړي بیا وايي، د لویې جرګې پر رابللو ټينګار د ځينو بهرنیو کړیو په اشارو سره کېږي.

له ډلې لطف الله بابا وايي، افغان حکومت په خپل بهرني سیاست کې ښه ځلېدلی او له همدې امله ځينې هېوادونه هڅه کوي چې افغانستان د کړکېچ په لور بوځي.

مشرانو جرګه
مشرانو جرګه

نوموړي زیاته کړه:

"په اوسنیو حالاتو کې چې هر څوک لویه جرګه غواړي، له دې پرته چې په دغه هېواد کې کړکېچ جوړ کړي او د بهرنیو په اشارې کار وکړي بله څه معنا نه لري، د دې پر ځای دې داسې غوښتنه وشي چې حکومت پیاوړی کوي."

د سیاسي چارو کارپوه ناصر شفیق بیا په دې نظر دی چې که حکومت د خلکو ارادو ته درناوی لري باید د لویې جرګې له لارې یو سیاسي ډیالوګ رامنځته کړي.

له دې وړاندې د جمهور رئیس د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دغو غوښتنو په ځواب کې ازادي راډيو ته ویلي، حکومت له هر هغه لیدلوري هر کلی کوي چې د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG