د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

عبدالله: د ملي یووالي د حکومت جوړونې موافقه د افغانستان په ګټه ده


د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید عبدالله عبدالله وايي، مخکې له دې چې له خپل سیال اشرف غني احمدزي سره یو توافق ته ورسیږي افغانستان په ډیرجدي وضیعت کې و.

نوموړې د سې شنبې په ورځ د اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل، په افغانستان کې د کړکېچ د مخنیوي لپاره یې له اشرف غني احمدزي سره د ټولو رایو په ارزونه موافقه وکړه.

عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د دې اونۍ په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري په منځګړیتوب موافقه وکړه چې د دویم پړاو ټولې رایې به بیا ارزول کېږي او ګټونکې کاندید به د ملي یووالي یو حکومت جوړوي.

عبدالله عبدالله په دې مرکه کې هیله ښودلې ده چې د ټولو رایو بیا څیړنه به افغانستان دده هغه لیدلوري ته نژدې کړي چې دده په وینا په دې هېواد کې ډیموکراټیک بنسټونه او قوانین حاکم وي.

نوموړې وویل، دا داسې یو وضیعت نه دی چې په کې یو اړخ ګټونکې وي بلکې داسې یو وضیعت دی چې په کې دواړه لورې ګټونکي وي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو راپورته په اشارې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ريښتیا یې پلویانو د دویم دور انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له اعلان وروسته په زورد ولسمشرۍ د ماڼۍ د نیولو چمتوالي نیولی و ؟

عبدالله عبدالله د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل، یوازې په کابل کې نه بلکې په ټول هېواد کې وضیعت خراب وو.

د ولسمشرۍ د څوکۍ دې کاندید له خپل سیال سره د ټولو رایو د بیا ارزونې او د ګټونکي کاندید له خوا د ملي یووالي پربنسټ د یوه حکومت د جوړونې توافق پرځای او د افغانستان په ګټه وباله.

عبدالله عبدالله له دې جوړجاړي څخه وروسته له اشرف غني احمدزي سره د خپلې لومړنۍ لیدنې په اړه وویل، چې دواړو وروسته له یوې مودې خپلو کې دوه په دوه ولیدل.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، چې دواړو سیالو کاندیدانو د اشرف غني احمدزي په کورکې یو بل ته غیږه ورکړه.

عبدالله وویل، چې اشرف غني احمدزي ته یې بلنه ورکړې چې ترراتلونکو دوو ورځو پورې د ده په کورکې د راتلونکې پلانونو په اړه بحثونو ته دوام ورکړي.

عبدالله زیاته کړه، پرته له دې چې د رایو د ارزونې په پایله کې به څوک ګټونکې اعلانیږي، دوی د ګډ کار لپاره چمتوالی لري.

نوموړي ویلي تراوسه هم اړتیا ده چې د ملي یووالي د حکومت پرجوړښت کار وشي.

د نوموړې په وینا یو هم تخنیکي برخه ده چې د خلکو رایې د څارنې د یو مکانیزم پربنسټ وارزول شي.

د نوموړي په وینا دا مسله موږ ته ځکه مهمه ده چې د افغانستان د راتلونکې حکومت مشروعیت مهمه مسله ده.

عبدالله عبدالله وویل د دواړو لورو ترمنځ په سیاسي اړیکو کې د همکارۍ یو چوکاټ موجود دی. د نوموړي په وینا د همکارۍ دا چوکاټ د حکومتدارۍ د اصلاح او د ملي یووالي د پیاوړتیا د اجنډا پر بنسټ رامنځ ته شوی دی.

عبدالله هیلمندي وښوده چې ټولې چارې به په سمه خوا روانې شي.

نوموړې ددې مرکې په یوه برخه کې تایید کړې چې په دې هوکړه لیک کې منل شوې ده چې بالاخره به د له ریاستي څخه په پارلماني د افغانستان د نظام د بدلون لپاره چې ولسمشر او صدراعظم به ولري لویه جرګه پریکړه کوي.

عبدالله وویل، چې دا ټکې له ډیرو کلونو راهیسې د دوی په کړنلاره او طرحو کې شامل دی.

نوموړې وویل دا هغه څه دي چې له افغانستان سره مرسته کوي خو باید اوږده لاره ووهل شي.

عبدالله عبدالله د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، دیارلس کاله په افغانستان کې پر دولت جوړوني ولګیدل خو اوس هم وضیعت له ګډوډۍ سره مخ دی.

د نوموړي په وینا ولسمشر کرزی د نړیوالې ټولنې د پوځي ملاتړ او میلیاردونو ډالرو مرستې څخه برخمن و او په پیل کې د ملي اجماع یو عمومي ملاتړ هم ورپسې وو.

خو د عبدالله په وینا له دې فرصتونو په سمه توګه ګټه نه ده اخیستل شوی. هغه وايي، په دې کې شک نه لري چې ممکنه وه افغانستان د نن ورځې څخه ډیر توپیر درلودی.

خو سره له دې هم عبدالله عبدالله وايي لا هم هیلمن دی او ډیر نه دی ناوخته شوی. د هغه په وینا له اوسني شته فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي او باید له لاسه ونه وځي.

XS
SM
MD
LG