د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ولسمشر حامد کرزى له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې


د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا د منطقوي برخې مشر اکبر ايازي له ولسمشر حامد کرزي څخه پوښتنې کوي
د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا د منطقوي برخې مشر اکبر ايازي له ولسمشر حامد کرزي څخه پوښتنې کوي
افغان ولسمشر حامد کرزى وايي د ٢٠١٣م کال تر پاى مخکې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي سند لاسليکول د امريکا غوښتنه ده او د امريکا په غوښتنه به دغه سند نه لاسليکوي.

ښاغلي کرزي تر مشورتي لويې جرګې وروسته په خپله لومړۍ مرکه کې چې له ازادۍ راډيو سره يې وکړه، وويل دغه تړون د افغانستان لپاره مهم دى، خو د لاسليکولو لپاره يې د افغانستان شرط دا دى چې د افغانانو د کورونو تلاشي دې ودرول شي.

ولسمشر حامد کرزى وايي په خپله ټوله کاري دوره کې يې هڅه کړې سولې او امن ته کار وکړي چې په دې لار کې يې مهمې قربانۍ هم ورکړي دي.

د ازادي راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي ولسمشر حامد کرزی سره اختصاصی مرکه کړې ده.


له ولسمشر کرزي سره د ي خانګړې مرکې متن:

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
محترم رییس صاحب مشورتي لویه جرګه تاسو په خپله راغوښتې وه او تاسو رابللې وه، اوس سوال دا دی چې آیا د دغې جرګې د نتایجو څخه تاسو راضي یاست او هغه څه چې تاسو توقع درلوده چې په دې جرګه کې یې ترلاسه کړئ هغه نتایج مو ترلاسه کړل، راضي یاستئ؟

ولسمشر حامد کرزی:
« بسم الله رحمن الرحیم. جرګه د افغانانو د قرنونو رسم دی او په جرګه کې د افغانستان د ټولو خلکو، د ټولو افکارو او نظراتو نمایندګي کیږي نو په همدې دلیل په ټولو ملي مهمو مسایلو کې چې په دې تیرو دولسو کالونو کې زه مسوول یم دلته ما جرګه راغوښتې ده او بې جرګې مې هیڅ فیصله په هیڅ ملي مورد کې نه ده کړې.

تیره جرګه چې څو شپې دمخه د افغانستان ولس پکې ګډون وکړ د دې لپاره وه چې له امریکا سره پر امنیتي قرارداد بحث وکړي، ټول ابعاد یې وسنجوي، مفاد او ضرر یې افغانستان ته وسنجوي او بیا د افغانستان د ولس مشران، سپین ږیري، حقوق دانان، مخور، پوهان، خویندې وروڼه نظر پکې راکړي. دوی کیناستل، په کامله ازادي او نظر یې ورکړ، مشوره یې راکړه، مشوره یې ماته په تمامه معنی د احترام او تایید وړ ده، لکه چې تر جرګې مخکې مې ویلي و چې د احترام او تایید وړ ده.

په جرګه کې له امریکایانو سره د امنیتي قرارداد د تړون تایید وشو او په جرګه کې دا هم وویل شول چې دا قرارداد دې افغانستان ته سوله راولي. سوله او امنیت هغه دوه مهم شرطونه و چې ما په شروع کې د جرګې په افتتاحیه کې وویل او بیا مې په اختتامیه کې وویل.

امنیت او سوله دوه هغه مسایل دي چې په دا لس کاله کې ما یوه ورځ هم بې دې غوښتنې کار نه دی پیل کړی. که تاسو زما خبرو ته متوجه شوي یاست په لسو کالو کې او زما پالیسي ته متوجه شوي یاست، زما پالیسي مطلق د افغانستان د خلکو د کورونو پر امنیت ولاړ و. پر امریکایانو زما غږ چې د افغانستان د خلکو کورونو ته مه ځه، د شپې عملیات مه کوه، بمباري مه کوه، افغان وژنه بنده کړه او سوله زما شعار و زما ورور شهید شو ظاهرا یې د طالبانو په نامه اعلان وشو خو بیا هم ما غږ وکړ چې طالب زما ورور دی زه سوله غواړم.

استاد رباني شهید زموږ د سولې رییس د سولې لپاره شهید شو لوی شخصیت و، رییس جمهور و د افغانستان او بیا هم ما غږ وکړ چې استاد یې راشهید کړ خو بیا هم زه سوله غواړم نو قرارداد له امریکایانو سره که افغانان غواړي، که جرګې تایید کړ، چې ښه یې وکړل. دا قرارداد موږ د افغانانو په ګټه بولو خو شرط پکې د افغانستان د کورنو د امنیت دی چې امریکایان حملې پرې ونه کړي او شرط پکې د افغانستان سوله ده. که سوله رانه شي دا قرارداد به د افغانستان لپاره شر شي نه خیر.»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
محترم رییس صاحب شما همچنان در جرگه سی و شش مادهء دیگر که اضافه شده بود از طرف لویه جرگه که باید اضافه شود درین قرار داد، به نظر شما این سی و شش مادهء که لویه جرگه برای شما پیشنهاد نموده، اضافه خواهد شد و یکی از خواسته های انان این بود که شما لطفاً این موافقتنامه تا ختم سال 2013 امضا کنید، آیا این مواد اضافه خواهد شد و آیا شما امضا می کنید تا ختم سال 2013؟

رییس جمهور حامد کرزی:
«امضای قرارداد امنیتی با امریکا تا ختم این سال تقاضای امریکاست، نه تقاضای مردم افغانستان».

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
ولی رییس صاحب لویه جرگه از شما این تقاضا را کرد؟

رییس جمهور حامد کرزی:
« درست است. ولی این تقاضای امریکاست. این تقاضای امریکاست و این خواستهء امریکاست. این قرارداد نمی تواند که به اساس تقاضای یک طرفهء امریکا امضا شود. ما هم تقاضا داریم درین جا. امریکا شرط امضا اش را پیش از آخر سال عیسوی مانده، ما شرط امضا اش را منع حملات امریکایی ها بر خانه های مردم افغانستان ماندیم و آغاز عملی پروسهء صلح ماندیم.

امریکایی ها این دو شرط ما را برآورده کنند، ما حاضر به امضای قرارداد استیم و در آن صورت که این دو شرط عملی شود، قرارداد به خیر افغانستان است. البته مسألهء انتخابات مسألهء بود که از بحث ما و سفیر امریکا برخاست. و مسألهء را دیشب، مشاور امنیت ملی [امریکا] برای ما اطمینان داد که امریکا نیت مداخله در انتخابات ندارد و می خواهد که به وقتش و به زمانش، دور اول، و اگر به دور دوم رفت، باز دور دوم به وقت و زمانش شود که فعلاً آنان اطمینان داده اند، ما می بینیم که این ها در آن چی می کنند»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
یعنی رییس امنیت ملی امریکا، سوزان راییس برای شما اطمینان دادند که در پیشبرد عادلانهء کمک خواهند کرد؟

رییس جمهور حامد کرزی:
« درین مورد با مشاور امنیت ملی امریکا صحبت کردم و جریان انتخابات ریاست جمهوری گذشته را برایش گفتم که امریکا و دیگر کشورهای غربی چطور مداخله کردند، چطور انتخابات ما را به تأخیر بردند، چطور مرحلهء اول انتخابات ما را بدنام کردند و به همان دلیل و تجربهء گذشته، من به حیث رییس جمهور افغانستان امروز وظیفه دارم که نگذارم دوباره که انتخابات افغانستان را خارجی ها یا بدنام کنند یا به درازا بکشانند، تا باز آنان معاملهء خود را طی کنند. مشاور امنیت ملی امریکا اطمینان دادند که این بار در انتخابات ما مداخله نمی کنند. پس، فعلاً ما این اطمینان شان را گرفتیم و تا به انتخابات این ها را زیر نظر دارم که در آن مداخله می کنند یا نی باز به وقتش صحبت می کنیم».

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
له میرمن رایس سره تاسو په خبرو کې، مخکې مو وویل او په لویه جرګه کې مو په خپله وینا کې هم شرطونه دوه ایښي وو چې سوله به راځي او بل دا چې په انتخاباتو کې به کمک کوي او د افغانستان د خلکو کورونو ته به هم نه ورځي، مګر تاسو له میرمن رایس سره د دوشنبې په ورځ له ګوانتنامو څخه د وولسو بندیانو د خوشي کیدو غوښتنه هم کړې ده دا درسته ده او دا مو څرنګه ورزیاته کړه؟

ولسمشر حامد کرزی:
«دا خو د جرګې غوښتنه وه. که تاسو د جرګې ۲۹ ماده وګورئ په هغه کې یې لیکلي دي چې امریکایان دې افغاني بندیان دې په ګوانتنامو کې فورا د افغانستان دولت ته ورتسلیم کړي، نو که امریکا د جرګې د فیصلې په اساس یوه ماده د جرګې غواړي چې ژر عملي شي چې امضاء ده او دا بله ماده یې نه غواړي چې عملي شي دا خو د منلو وړ نه ده.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
امریکایان ولې دومره تاکید پر دغه ژر امضاء کوي؟

ولسمشر حامد کرزی:
«امریکایان خپله برنامه لري، امریکایان خپل پروګرام لري دا چې د دوی د پروګرام شاته څه دي دا د دوی کار دی خو موږ افغانان باید خپله برنامه ولرو، خپل پروګرام ولرو. موږ وښووله امریکا ته چې افغانستان له دوی سره د دوستۍ او د اتحاد غوښتونکی دی، مخالفت نه ورسره لري، خو افغانان په دې دوستي او دې اتحاد کې له امریکا سره د افغانستان خیر هم غواړي. د امریکا منفعت ته نه ودریږو، خو د خپلې خاورې خیر هم غواړو. زموږ د خاورې خیر څه شی دی؟

زموږ د خاورې خیر دا دی چې د افغانستان د خلکو کورونه د امریکایانو له حملو، د شپې له ورتګ او د خلکو له ازار او اذیت څخه خلاص شي چې افغانان دوباره، ښځې ماشومان د شپې له خپله کوره غره ته د امریکا د راکټ او هلکوپترو له بیرې ولاړ نه شي. تاسو به خبریاست چې په افغانستان کې په دې تیرو څو کلونو کې د امریکا د شپې د حملو د لاسه ، یا د بمبارۍ د لاسه خلکو خپل ماشومان او بچیان او ښځې غرو ته بیوللې او شپې به یې ورې کولې چې د شپې امریکایان ورنه شي. ناممکنه خبره ده چې امریکا به له موږ څخه امنیتي سند غواړي او زموږ خلک به د شپې د امریکا له بیرې خپل کور کلی پریږدي، نو که امریکا له موږ څخه امنیتي سند غواړي امریکا دې د افغانستان د خلکو د کورونو عزت وکړي او د افغانستان کلی، بچی ، نر ښځه دې په خپل کور کې په امن او په مصونیت او په عزت ژوند وکړي. دوهم بیا راځم، سوله، بې سولې دا قرارداد د افغانستان لپاره شر راولي نه خیر دلیل یې وروسته درته وایم.»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
اما، آقای رییس جمهور، خانم رایس بعد از صحبت ها با شما در قصر ریاست جمهوری در بیانیه گفته و در مصاحبهء گفته که آن ها نهایت متأثر استند که شما را راضی نتوانست ساخته که این موافقتنامه هرچی زودتر امضا شود و او گفته که امیدوار است که امریکا به یک موقف قرار نگیرد که بالاخره تصمیم بگیرد که همه قوایش را از افغانستان خارج کند. و شما می فهمید که متعهد است که میلیاردها برای تقویت قوای امنیتی افغانستان و مسایل دیگر[ از قبیل] مسایل انکشافی افغانستان کمک می کند، شما حاضر استید که همین هشت، نه میلیارد دالر را در خطر بیاندازید؟

رییس جمهور حامد کرزی:
«خوب، تصمیم امریکا کار امریکاست. آنان می توانند تصمیم بگیرند که باشند و یا می توانند تصمیم بگیرند که نباشند. زمانی که تصمیم گرفتند که نباشند، اگر ما هزار قرارداد امنیتی را هم برایشان می دهیم، آنان می روند قسمی که در سالهای بعد از جهاد و پیروزی جهاد افغانستان، این ها یک باره افغانستان را تنها رها کردند. ما دیدیم. من خودم معین سیاسی در آن زمان بودم، دیدم که چطور امریکایی ها و غربی ها بعد از آن که شوروی از افغانستان رفت، افغانستان را رها کردند و ما پشت شان می رفتیم که یک مأمور کوچک تان را در سفارت تان بگذارید، گفتند نخیر. بستند سفارت های خود را و رفتند.

پس که منفعت آنان نباشد، هیچگاهی به ما ارزش قایل نمی شوند و نه به این جا می آیند. اگر امروز امریکا می خواهد در افغانستان باشد، به اساس منفعت خودش است، چی آن منفعت امنیتی شان باشد و چی آن منفعت بزرگ اقتصادی و دیگر مسایل شان باشد. ما به حیث یک ملت حق تحفظ و پیشبرد منفعت خود را داریم. هرچند غریب و بیچاره استیم، ولی حق آن را داریم که منفعت خود را تشخیص کنیم و به آن منفعت باز کوشش کنیم، برای نگهداشتش و برای پیشبردش. در جرگهء ما ملت ما فیصله کرد که با امریکا دوستی می خواهد و پایگاه برایش می دهد، ما تجربهء ده سال گذشتهء خود را هم درین مورد داریم. می دانیم که امریکا در کدام مورد صداقت کرد و در کدام مورد نکرد و تا به حال امریکا در افغانستان به نام ملل متحد بود.

بعد از امضای این قرارداد امنیتی امریکا به اساس امضای قرارداد امنیتی با ما می باشد و بعد از امضای این قرارداد تمام اعمال امریکا، در حقیقت، خوبش یا بدش به امضای ما می باشد در آن جا مسوولیت مستقیم از دولت افغانستان می باشد. پس، به این ترتیب، اگر امریکا برای ادامهء حضور خود در افغانستان بعد از 2014 به اساس امضای حکومت افغانستان می خواهد باشد ، باید شرایط افغانستان را قبول کند که آن شرایط ملت افغانستان است، که آن حیثیت و امنیت خانه های ماست و آن صلح ماست.”

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
رییس صاحب تاسو په خپله وروستۍ وینا کې چې لویې جرګې ته مو وکړه تاسو دوې خبرې ډير په صراحت وکړې، یوه دا وه چې تاسو پر سوله اوس ډیر تاکید کوئ او وایئ چې دا ډیره مهمه ده. تاسو وویل چې په افغانستان کې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده پر دې که رڼا واچوئ چې څرنګه د امریکا او پاکستان په لاس کې ده د دواړو؟

ولسمشر حامد کرزی:
«په ډیر دلایلو، په اوراقو په اسنادو. زما په نظر په افغانستان کې دا جنګ یو جوړ شوی جنګ دی چې په هغه کې افغانان د نورو د منفعتو لپاره قرباني کیږي او قرباني شول. موږ د امریکا یا د نورو سترو هیوادو د منفعت لاره نه نیسو خو موږ دا وایو چې که تاسو افغانستان ځانته هغه ځای بولئ چې د هغه څخه تاسو خپل منفعت په پراخه پیمانه اخیستی شئ او یو پایګاه د دې منفعت دپاره چې جهاني منفعت دی ستاسو، دلته غواړئ، نو د افغانستان منفعت ته هم باید توجه وکړئ.

افغانستان بل څه نه ځنې غواړي، ما هیڅ وخت د امریکا څخه په دا لس کاله کې پر پیسو خبره نه ده کړې چې موږ ته لږ پیسې راکوې دې خاورې ته که ډيرې، ما هیڅ وخت ده ته نه دې ویلي چې دې کمکونه لږ دي، هو ما دا ورته ویلي دي چې کمکونه غلط مصرفیږي، خو نه مې دې ورته ویلي چې ولې لږ راکوې- اجازه راکړئ- چې غلط یې مه مصرفوئ، خو ما همیشه له امریکا سره شخړه پر دوو شیانو کړې ده، یو دا چې د افغانستان د خلکو پر کور دې حمله نه کوي، دوهم دا چې افغانستان ته دې سوله راولي او د افغانستان د خلکو عزت دې وشي- وروره- ایا د اندړ خلک په غزني کې د افغانستان خلک دي که نه دي؟! ایا د ناوې خلک په غزني کې د افغانستان کې خلک دي که نه دي؟! ایا د وردوج خلک په بدخشان کې د افغانستان خلک دې نه دي؟! د خاک افغان او ارغنداب او د نورو ولسوالیو خلک، د دای چوپان ولسوالي خلک، په زابل کې، د افغانستان خلک دي که نه دي؟! ایا په هلمند کې د څلورو پنځو ولسوالیو خلک، چې هلته طالبان مسلط دي او خلک یې پلویان دي د افغانستان خلک دي که نه دي؟! دغسې پسې ولاړ شې فراه ته، دغسې پسې ولاړ شې بادغیس ته، دغسې پسې ولاړ شه تخار ته، دغسې پسې ولاړ شه فاریاب ته، دغسې پسې ولاړ شه نور ځای ته د افغانستان، کاپیسا ته راشه نژدې ده، وردکو ته راشه لوګر ته ولاړ شه.

که د امریکا سره د امنیتي قراداد معنی دا وي چې دغه د نن حالت دې وي او جنګ دې ادامه ولري او په هغه کې دې افغانان مړه شي نو دغه قرارداد د افغانستان په ګټه نه دی. که امریکا سره د امنیتي قرارداد معنی دا وي چې موږ یې په همدغه نیت منلی دی، جرګې په همدغه نیت منلی دی چې په افغانستان کې دې سوله او امنیت راشي، ټول افغانان دې پر خپلو کورو کرار شي بیا نو دا قرارداد د افغانستان په ګټه دی. دا چې ولې سوله د دوی په لاس کې ده دې ته هم راځم.

زما سره معلومات شته، زه نه غواړم چې نن په دې مصاحبه کې دغه معلومات ټول تاسو ته مخکې کړم ځکه چې وخت یې نه شته او هغه باید چې په یوه بل محفل کې وشي هغه معلومات دا ښيي چې په تمامه معنی امریکا په اوله مرحله کې او بیا پاکستان په دوهمه درجه کې د دې توان لري چې په افغانستان کې سوله برقراره شي او که دوی سوله د دې دپاره نه غواړي چې دوی لس کاله نور خپل اهدافو ته لاره ولري، زموږ د ژوندانه په قیمت، زموږ د امنیت په قیمت، زموږ د کورونو د عدم مصونیت په قیمت دا قیمت موږ نه شو ورکولی، دې ته حاضر نه یوو. حاضر یوو چې قرارداد ورکړو خو په دې شرط چې په افغانستان کې سوله راشي.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
یعني رییس صاحب تاسو وایاست چې دغه ناارامه وضعه چې په مملکت کې- هیواد کې- اوس روانه ده دا د دې مسوول پاکستان او امریکا ده او که دوی کولی شي چې دغه وضعه سمه کړي او ارامه یې کړي؟

ولسمشر حامد کرزی:
« په ډیره پیمانه دوی مسوولیت لري. د افغانستان حکومت هم په دې کې مسووله دی. زموږ کمزورۍ، زموږ خرابۍ په دې کې شته.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
مثلا پاکستان څه کولی شي؟

ولسمشر حامد کرزی:
« اډې په پاکستان کې دي تاسو خبریاست او امریکا هم دا غواړي چې اډې په پاکستان کې وي. د امریکا اخبارو په وارو وارو دا نشریات کړې دي چې د امریکا قراردادونه ورځي مصلح ډلو ته او هغه پرې پیاوړي کیږي او بیا په هغه هاغه ډلې جنګ کوي. دا قراردادونه ولې ورکول کیږي؟ شپږ کاله دمخه اووه کاله دمخه چې زما او د امریکا شخړه شوه پر شخصي امنیتي کمپنیو باندې، دا شخصي امنیتي کمپنۍ څوک وې او ما ولې پر دې شخړه وکړه؟ دا شخصي امنیتي کمپنۍ ټول هغه کسان وو چې امریکایانو پالل، امریکایانو روزل، یو نیم دوه میلیارډه ډالر یې د کال ورکول او هغوی د امریکا په ظاهر کې قطارونه له یوځایه بل ځای ته رسول خو په حقیقت کې د ناامنۍ لوی عوامل وو لویې لارې یې راخرابولې، خلک یې ازارول، چورچپاول یې جوړ کړی و او د افغانستان د حکومت د نمو مخه یې نیولې وه.

د افغانستان د پولیسو په مقابل کې ولاړ وو. امریکا کې زموږ سره صادقه وه ولې یې زما سره پر دې شخړه وکړه؟ ولې یې دا راسره ونه منله چې دا صحیح ده دا ګروپونه موږ د بین نه وړو تر اوسه پورې لا پرې اخته دي. د پاکستان سره امریکا کولی شوای چې په ډیر صراحت خبرې وکړي او سوله راته راولي. که جنګ په داخل کې د افغانستان دی او طالبان دي نو طالبانو خو د افغانستان خلک دي – صحیح – نو بیا داخلي جنګ شو په داخلي جنګ کې بیا امریکا څه کوي چې ولاړه ده پریږدي چې افغانان په خپل مابین کې. که د تروزم پر خلاف جنګ دی دی په خپله وایي چې اډې یې دباندې دي نو بیا دې ورشي هلته دې چاره وروکړي.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
نو بیا تاسو فکر کوئ چې د افغانستان حکومت کولی شي چې له طالبانو سره یې امنیتي قواوې جګړه وکړي؟

ولسمشر حامد کرزی:
«زموږ کار دی هغه موږ پوهیږو افغانان دي په خپل مابین کې پوهیږو که ما له طالب سره جوړه کوله که مې شخړه ورسره کوله زما او د ده خبره ده. تیرکال په واشنګتن کې زما په اخرني سفر کې امریکا ته، په یوه ډیر مهم مجلس کې، تر دې دمخه چې زه او د امریکا رییس جمهور سره کښینو، یوه ورځ دمخه د دوی مشارو د امنیت ملي ټام ډانل د دوی د وایټ هاوس مشران جنرالان او د دوی د استخباراتو نمایندګان زما سره مجلس ته راغلل. زما په مجلس کې راسره مشاور د امنیت ملي و، وزیر خارجه و، زموږ سفیر و په واشنګتن کې.

د امریکا مشاور د امنیت ملي ماته وویل چې طالبان د امریکا دښمنان نه دي او موږ د طالبانو سره جنګ نه کوو ما ورته وویل دا خو ډيره ښه خبره ده دا خو موږ هم دغه غواړو دا خو هغه خبره ده چې موږ په کلونو تاسو ته ویله چې تاسو په افغانستان کې دا بمبارۍ دا شخړې په څه کوئ، نو که طالب ته د ځان دښمن نه بولې او جنګ نه ورسره کوې بیا نو د طالب د ټکولو په نامه هره شپه د افغانانو کورو ته په څه لویږې؟! که طالب ته د ځان دښمن نه بولې، چې زه غواړم چې ته یې ونه بولې زه په دې خوشاله یم چې ته یې نه بولې، ولې زه سوله غواړم نو بیا د طالب په نامه هره شپه د افغانانو کورو ته په څه ورلویږې. دا دوې میاشتې دمخه په کونړ کې هغه کورنۍ چې بمبارد شوه څوارلس کسان یې شهیدان شول یوه د څلورنیمو کالو نجلۍ پاتې شوه چې مخ یې نه و، سترګې یې نه وې، پزه یې نه وه، خوله یې نه وه، لاس یې پرې و دا ولې وشول، دا د چا په جنګ کې بمبارد شوه او ایا تر امنیتي قرارداد وروسته به هم دا عمل ادامه کوي نو لحاظا تر دې خبرې ابدا نه تیریږم چې امنیتي قرارداد امضاء معنی د امریکا د تخلفاتو منع او بندیدل.

تر اوسه خو یې دوی د ملل متحد په نامه کوي او زما د غوښتنو په خلاف یې کوي او زما په خلاف یې کوي که مې امضاء ورسره وکړه دا معنی چې دی یې زما په خوښه کوي او ابدا به زه هغه پرې نه ږدم.»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
رییس صاحب به نظر شما، دشمن اصلی صلح در افغانستان کی و چی است؟

رییس جمهور حامد کرزی:
“دشمن اصلی صلح در افغانستان، منفعت های بزرگ جهانی است و ما ملت بیچاره سی سال از آن رنج می بریم. پیام من را هم اگر شما شنیده باشید، چندین سال می شود که من این پیام را به الفاظ مختلف به ملت افغانستان می گویم. به همین دلیل طالب را برادر خطاب کردیم. به همین دلیل کوشش کردیم که پروسهء صلح زودتر عملی می شود. من می دانم که موانع به مقابل صلح ما کی ها استند، کدام ها استند.”

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
می توانید بگویید برای ما؟

رییس جمهور حامد کرزی:
“امریکاست و پاکستان است. اگر امریکا از ما قرارداد امنیتی را می خواهد در مورد صلح با ما همکار شود. در آن صورت ما حضور امریکا را در افغانستان به خیر کشور می دانیم. در نبود صلح قرارداد امنیتی با افغانستان به این معنا که بعضی از ولایات افغانستان و بعضی از ولسوالی های افغانستان که مردم در آن جا مخالف این قرار داد استند به طرف طالب بروند، تشکیل شوند، و طالب در آن جا مستقر باشد و ما در این جا در کابل و جاهای دیگر افغانستان، عملاً در آن صورت افغانستان صاحب دو حکومت می شود. و آن برای افغانستان کشنده و خطرناک است و ابداً اجازه نخواهیم داد.”

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
قرار شنید، هیأت شورای عالی صلح به پاکستان رفته بود که با ملا برادر بیبیند، این ها دیدند با هم و این واقعیت است که این گفته یا گزارش های مطبوعات که شورای کویته به ملا برادر اختیار مذاکرات را با شما داده است؟

رییس جمهور حامد کرزی:
«من از جریان رفتن صلاح الدین خان ربانی صاحب رییس صاحب شورای صلح ما به دیدن ملا برادر خبر دارم. ما می خواستیم که ملا برادر آزاد باشد و آزاد شود و در مورد صلح موقع داده شود برایش از طرف پاکستان و امریکا. آن ها به دیدن ملا برادر رفتند. و این که در آن جا چی شد، مسألهء است که فعلاً در موردش صحبت نمی کنیم. انتظار استیم که جلالت مآب صدراعظم پاکستان به افغانستان تشریف بیاورند، در آن جا باز با ایشان صحبت مفصل کرده، بعداً، اگر ضرور دانستیم، در موردش به طور علنی صحبت می کنیم».

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
رییس صاحب د انتخاباتو په برخه کې چې د جمهوري ریاست انتخابات راروان دي ستاسو تر ټولو لوی تشویش او مهمه توقع، لویه توقع د دغو انتخاباتو څخه څه ده؟

ولسمشر حامد کرزی:
«ماته د تیرو ریاست جمهوري انتخاباتو تجربه د افغانستان د مردم سالارۍ دپاره ډیره ترخه تجربه وه، ډیره ډیره ترخه تجربه وه، امریکا او د دوی ملګرو هیوادو- دوو درو هیوادو- سخته شدیده او د افغانستان دپاره ډيره خطرناکه او مضره مداخله پکې وکړه ټول مطبوعات یې زموږ د انتخاباتو په خلاف بسیج کړل، رابدنامه یې کړل، په تقلب یې متهم کړل، په څه یې متهم کړل- په څه یې متهم کړل او پر ما یې فشار راوست چې ته معامله وکړه حتی دا یې راته وویل چې افغانستان یو غریب بیچاره هیواد دی ته څه کوې چې په خپل اساسي قانون پسې یې چې دا قانون اساسي نه مني تاسو غریب خلک یاست تاسو قانون څه کوئ نو معاملې ته ځان تیار کړه.

جنرال ماریو چې د اروپایي ټولنې له خوا راغلی و دې نظارت ته د انتخاباتو دی ډاکټرصاحب عزیز لودین ته چې هغه وخت زموږ د انتخاباتو د کمسیون مشر و او معزز، محترم، وطندوست افغان دی، دې ته ورغلی و چې تاسو څه کوئ قانون یا انتخابات کرزي ته ووایه چې د خپل بل مقابل سره چې دوهمه رایه اخیستې ده معامله وکړي، جوړه وکړي.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
څه رقم جوړه یې غوښته؟

ولسمشر حامد کرزی:
«هغه نو بیا معامله یې غوښته هغه نو بیا اوږده کیسه ده تاسې انتخابات څه کوئ او دغسې ډیرې نورې کیسې په دغو انتخاباتو کې او بیا په پارلماني انتخاباتو کې څه پیښ شول چې څرنګه ممانعت وشو او د انتخاباتو په ورځ هغه حملې چې په ځینو ولایاتو کې د افغانستان وشولې، ریاست جمهوري انتخاباتو کې زه په دې پوه یم چې هغه حملې چې د انتخاباتو په ورځ په پکتیا کې وشولې، په کندز کې وشولې، په بغلان کې وشولې، په کندهار کې وشولې، په هلمند کې وشولې د طالبانو حملې نه وې بلکه په دې هدف وشولې چې د دغو ولایاتو خلک انتخاباتو ته لاره پیدا نه کړي زه په دې کې مطمین یم.

نو دا مهم سوال دی دې ته راځم – اجازه راکړه- ( مهرباني) نو هیڅکله به پرې نه ږدم چې راتلونکې ریاست جمهوري انتخابات بیا د هغه حالت سره مخامخ شي چې یا ځیني ولایات محروم شي د برخې څخه او یا انتخابات بدنام شي او دا د امریکا څخه غواړم چون زه پرې پوه یم او دوی پرې پوه دي چې په دې کې د دوی مداخله وه او دا مې ورته ویلي دي په وار وار.»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
بعضی از مردم این تشویش شما را در مورد انتخابات چنین تعبیر می کنند که رییس صاحب جمهور حامد کرزی می خواهد یک تجربهء روسیه را عملی بسازد که مدفدیف و پوتین با هم تبادلهء قدرت کردند، شما به این مردم چی جواب می دهید؟

رییس جمهور حامد کرزی:
«این تبلیغات می شود. این تبلیغات هم می شود که از خود نامزد دارد. طبعاً، به حیث یک شخص من شاید یک کس را ترجیح بدهیم که رییس جمهور شود این حق من است. ولی من در درون خود به مردم سالاری معتقد استم به همین دلیل متهم به این شده ام که مشوره زیاد می کنم، در مطبوعات غرب و در مطبوعات خود ما هم. به همین دلیل همیشه در مسایل بزرگ ملی جرگه ها را خواسته ام. هر جرگهء را که من خواسته ام، پیش از آن که جرگه بیآید، خارجی و صداهای که آنان در داخل به خود استخدام کرده اند، جرگه های ما را پیش از آن که دایر شوند، متهم کرده اند که رییس جمهور در آن جا تغییر قانون اساسی را می آورد که رییس جمهور برای انتخابات خود کار می کند. دیدیم که همه اش غلط ثابت شد به شمول جرگهء چند روز پیش ما.

درین مورد هم اتهام بود که رییس جمهور برای خود کار می کند و برای انتخابات خود که این هم ان شاء الله ثابت می شود که غلط است. من به هر عملی به هر اقدامی حاضرم که انتخابات افغانستان آزاد باشد و به خیر باشد و می خواهم که رییس جمهور نوِ به این کشور بیآید. من مانده شده ام من کار خود را در این وطن کرده ام و من فکر می کنم که شخص جدیدی بیآید، قانون اساسی افغانستان تطبیق شود. ثبات افغانستان در تطبیق قانون اساسی افغانستان است. ثبات افغانستان در آمدن رییس جمهور جدید به افغانستان است»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
من مطمین استم که جواب نمی دهید، باز هم پرسان می کنم که از جملهء یازده نامزد به کی رای خواهید داد؟ شما به حیث یک تبعهء افغانستان حق یک رای دارید.

رییس جمهور حامد کرزی:
« من حق رای دارم، ولی این را اگر حالی من بگویم که به کی رای می دهم این حق رای شخص من نمی باشد، بلکه مداخله در انتخابات می شود. لهذا، من این را نمی گویم. و می گذاریم که مردم افغانستان بروند و انتخابات خود را دایر کنند و رای خود را بدهند و رای شان به آزادی باشد و رای شان احترام شود و من رای شان را احترام می کنم..»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
محترم حامد صاحب کرزی زه له ستاسو څخه یوه ډیره مهمه پوښتنه کوم( مهرباني) چې د دباندې څخه ورته ګورې د افغانستان د حکومت او ناټو سره داسې ښکارې ظاهرا چې یوازې پښتانه جنګ کوي، طالبان اکثریت پښتانه دي، ولې ازبک جنګ نه کوي؟ ولې تاجک جنګ نه کوي؟ ولې هزاره جنګ نه کوي؟ ولې ترکمن جنګ نه کوي؟ ایا پښتانه ترورستان دي او که دوی د ترورزم قرباني دي؟

ولسمشر حامد کرزی:
« داسې نه ده چې په افغانستان کې پښتانه جنګ کوي یا بل قوم یې نه کوي د افغانستان په جهاد کې ټولو افغانانو برخه واخیسته او په ټولو اقوامو کې موږ پیاوړي مجاهدین درلودل او په ټولو تنظیمو کې ټول قومونه وو په جمعیت اسلامي کې بهترین قوماندان د جمعیت اسلامي په افغانستان کې د دوی له هغو پیاوړترین قوماندانانو څخه د اسمعیل خان څنګ ته ملا نقیب الله اخند و چې د کندهار و او نن د جمعیت اسلامي معاون د ملا نقیب الله اخند زوی دی، کلیم الله خان، په حزب اسلامي کې دغسې و د هر قوم و نن هم په طالبانو کې هر قوم شته د قندهار خلک پکې شته، د سمنګان خلک پکې شته، د تخار خلک پکې شته.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
یعني غیر پښتانه هم پکې شته؟

ولسمشر حامد کرزی:
« بیخي، د بدخشان خلک پکې شته دا څو شپې دمخه په وردوج کې په بدخشان کې مشکلات و نو دا د پښتنو سوال نه دی، هو دا درته ویلی شم چې په دې جنګ کې د ترورزم په نامه په دې سیمه کې، په افغانستان او په پاکستان کې، په دې دواړو ملتو کې د افغانستان او د پاکستان پښتانه قربانیان دي او په دوی باندې حمله شوې ده او دوی ځپل شوي دي، دوی هم د ترورزم دخوا ځپل شوي دي او هم د ترورزم سره د مجادلې په نامه ځپل شوې دي، نور افغانان هم ځپل شوې دي په وسیع پیمانه خو زموږ ځیني ولایات ډیر ځپل شوې دي. موږ دلته استاد رباني شهید ورکړی دی چې د بدخشان و، موږ دلته احمد خان سمنګانی شهید ورکړی چې د سمنګان و، موږ دلته مطلب بیګ خان شهید ورکړی چې د تخار و، موږ دلته مولانا سیدخیل شهید و رکړی، زموږ دلته هزاره شهیدان شوي دي رییس د شورا ولایتي د بامیانو شهید شو، موږ د هرات څخه شهیدان ورکړې دي، موږ د بادغیس څخه شهیدان ورکړې دي، موږ د فاریاب څخه شهیدان ورکړې دي، موږ د هرقوم د افغانستان شهیدان ورکړې دي. ټولو افغانانو شهیدان ورکړې دي. د پښتنو ونډه په دې شهادتو کې ډيره وه په دې دلیل چې جنګ پر دوی باندی بنا شو او د ترورزم په نامه جنګ د دوی پر کلیو او کورو او وطن کې وشو او زه دا عمدي او قصدي بولم.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
یعني تاسو وایئ چې پښتانه قرباني د ترورزم دي؟

ولسمشر حامد کرزی:
« مطلق، ټول افغانان قربانیان دي، ما دمخه وویل ټول افغانان قربانیان دي خو پښتانه پکې ډیر قربانیان دي د ټولو مشران شهیدان شوې دي، د ټولو قوماندانان شهیدان شوې دي، د جنوبي سیمې د افغانستان او په پاکستان کې د پښتونخوا خلک ډير شهیدان شوې دي.»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
رییس صاحب قانون جدید جزا تازه به پارلمان واگذار می شود و بعد از تصویب و توشیح شما شاید قانون شود، درین قانون گفته شده است که برای اعمال غیراخلاقی و جنسی باید جزای سنگ باران پس داخل شده، آیا شما به این موافق استید، داخل است، نیست؟

رییس جمهور حامد کرزی:
«درست نیست. وزیر عدلیه رد کرده این را»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
رییس صاحب اگر شما به این سیزده سال حکومت تان یک نگاه بیندازید، چی چیز را باید شما تغییر می دادید که باید آن طور عمل نمی کردید؟

رییس جمهور حامد کرزی:
«چیزی که من از آن راضی استم، صدای واضیح و صریح من به مقابل اعمال خشونت علیه مردم افغانستان بوده، چی از جانب طالب یا ترویست شده، چی از جانب امریکا یا دیگران شده. و چیزی که من از آن بسیار خوش استم به همراه این صدای بلندم علیهء خشونت علیهء مردم افغانستان این بوده که افغانستان دوباره خانهء تمام مردم افغانستان شد. دیروز شما در جرگه دیدید که تمام ملت افغانستان در آن جا نشسته بودند و این افتخار ملت افغانستان است و خوشحالی ماست.»

اکبر ایازی رییس بخش جنوب آسیای رادیو آزادی:
بعد ازین که چهار ماه بعد یا پنج ماه بعد که دورهء حکومت شما ختم می شود و شما اولین رییس جمهور این کشور باشید که قدرت را به شکل صلح آمیز قدرت را به یک رییس جمهور منتخب انتقال داده اید، چی پلان دارید، چی می خواهید بکنید، ما شنیده ایم که یک خانه در نزدیک ارگ یا در داخل ارگ برای شما درست شده که در آن زندگی کنید؟

رییس جمهور حامد کرزی:
« اگر زنده بودیم، خداوند به ما حیات بخشیده بود همانجا می باشیم. اگر حکومت وقت افغانستان لازم دانست ما همانجا می باشیم، اگر ندانست می رویم در یک گوشهء وطن برای خود یک جای پیدا می کنیم، زندگی می کنیم. و ان شاء الله و تعالی انتخابات می شود و رییس جمهور جدید می آید و افغانستان باثبات باقی می ماند و افغانستان خوب باقی می ماند. افغانستان امروز بسیار خوشحال تر است و ما آموختیم از تاریخ خود. به همین دلیل گفتم در لویه جرگه که جنگ ها را برده ایم ولی سیاست را باخته ایم. این بار کوشش می کنیم که سیاست را هم ببریم.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
محترم جمهور رییس صاحب دا زما وروستۍ پوښتنه ده چې درڅخه کوم یې. پنځوس کاله بعد، سل کاله بعد چې د افغانستان ماشومان ځوانان د حامد کرزي د دورې او د حامد کرزي په باره کې په کتابونو کې لولي یا د مشرانو څخه کیسې اوري ستاسو په باره کې د یوه شخص په صفت او ستاسو په باره کې د یوه رهبر په صفت څه تصور باید دوی ولري؟

ولسمشر حامد کرزی:
« خدای دې وکړي چې تصور یې سم وي او هغه څه چې ما کړې دي هغه د دوی مخې ته کیښودل شي، رښتوني معلومات ورته کیښودل شي چې دې سړي د دې خاورې دفاع وکړه، د خلکو یې دفاع وکړه، ملي وحدت یې په تمامه معنی ټینګ کړ الحمدلله او د خاورې بیرغ په ټوله دنیا کې ورپیدی او چاته یې هیڅ خارجي ته یې سرټیټ نه کړ بلکه د افغانستان رابطه یې د ټولې نړۍ سره کلکه ټینګه کړه هم د امریکا سره د دوستی اساس کیښود، هم یې د ایران سره وپاله، هم د چین سره بهترینه دوستي شوله، هم د روس سره ، هم د هند سره، هم یې پاکستان ته وویل چې راشه دوست دې یم عزیز دې یم راشه چې ښه ژوند سره وکړو. او تعلیم پراخ شو او صحت پراخ شو او په زرهاو ځوانان وروزول شول، تعلیم یافته شول او بیرته راغلل خپلې خاورې ته. نقصونه هم ډیر زما په اداره او زما په نظام کې وو او فساد او دا او هغه او هاغه، هغه به هم ګوري او بیا به د هغه څخه یو توازن راباسي چې دا یې ښه وکړه، دا یې ښه ساحه وه، دا یې بده ساحه وه او بیا به خپله فیصله پر کوي.»

د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر اکبر ايازي:
او د یوه شخص په صفت، خلک څرنګه تصور ولري، د سلو کالو پنځوسو کالو ها خوا ته کیسه کوم؟

ولسمشر حامد کرزی:
« خدای دې وکړي چې داسې تصور ولري چې خارجیانو ته زمري و خپلو خلکو ته پسه و.»

له ولسمشر کرزي سره مرکه
XS
SM
MD
LG