د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

"ولسمشر دې دخلکو د استازو د امتیازاتو او خوندیتوب قانون توشیح نه کړي"


د ولسي جرګې او مدني ټولنو یو شمیر غړي د ملي شورا د ګډې کمیټې له لوري د وکیلانو او سناتورانو د حقونو او امتیازانو د خوندیتوب قانون له نهايي کیدو سره موافق نه دي.

د افغانستان د ولسي جرګې او د مدني ټولنو یو شمېر غړي له افغان ولسمشر څخه غواړي چې؛ د وکیلانو د امتیازاتو او خوندیتوب قانون توشیح نه کړي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ چې د وکیلانو د امتیازاتو او خوندیتوب قانون هیڅ ډول حقوقي اساس نه لري.

د ولسي جرګې یوې غړي نسیمې نیازۍ د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ په اوسنیو شرایطو کې چې افغان دولت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی؛ د دې قانون جوړېدل د ملت په حق کې لویه جفاه ده:

"افغانستان اوس مهال د دې توان نه لري چې؛ دا مساله په غاړه واخلي، افغانستان خود کفا ملک نه دی؛ نو ښه به دا وي چې، له دې قانون څخه وکیلان تیر شي."

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډې کمیټې له خوا د تېرې سه شنبې په ورځ د وکیلانو د حقونو او امتیازانو د خوندیتوب قانون نهايي او د ولسمشر توشیح ته ولیږل شو.

د ګډې کمیټې غړي وایي چې، له ډیرو بحثونو وروسته پریکړه شوې چې؛ د دې قانون یوازې ۱۳مه ماده حذف کړي.

دوی وايي، چې د دې مادې په لرې کېدو سره د ملي شورا غړو لپاره د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته د ۲۵ فیصده معاش او دوو ساتونکو امتیاز له منځه ځي؛ خو د سیاسي پاسپورټ په ګډون نور ټول امتیازات په دې قانون کې پاتي کیږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو بل غړی رمضان بشر دوست بیا وايي چې، افغان ولسمشر حامد کرزی هم د دې قانون په جوړېدو کې لاس لري او ممکن ژر تر ژره يې توشیح کړي:

"له بده مرغه ډير امکان لري چې، افغان ولسمشر حامد کرزی هم دا قانون توشیح کړي؛ ځکه چې هغه هم له وکیل صاحبانو سره په دې کار کې یو ځای دی او په دې اوه کلونو کې ورته امتیازات ورکړي دي."

خو ارګ ماڼۍ وايي چې، تراوسه د وکیلانو د حقونو او امتیازانو د خوندیتوب قانون د ولسمشر توشیح ته نه دی استول شوی او په دې اړه اوس خبرې هم له وخته مخکې بولي.

په همدې حال کې د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه وايي؛ که چیرې افغان ولسمشر دا قانون توشیح کړي د خلکو له تندو عکس العملونو سره به مخامخ شي.

د دې شبکې مشر محمد سنګر امیرزاده د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ په راتلونکو ورځو کې به د دې قانون د تصویب په غبرګون کې یوه پراخه مظاهره هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، یو شمېرکار پوهان وايي، د افغانستان ټول اتباع د اساسي قانون له مخې یو شان حقونه لري او د وکیلانو په نوم د یوې ډلې استثنایې کیدل او هغوی ته امتیاز ورکول له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

د دوی په وینا، ولسي جرګه باید د دا ډول قوانینو د تصویب پرځای هغه قوانین تصویب کړي چې؛ د افغانستان لپاره ډېر مهم دي او له کلونو راهیسې د ډېرو عادي اختلافونو له امله په دې جرګه کې پاتې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG