د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د کندز اوسېدونکي: په کندز کې د سره صليب د دفتر بندېدل ستره ضایعه ده


د کندز ګڼ شمېر خلک په دغه ولایت کې د سره صليب د نړیوالې کمېټې د دفتر بندېدل ستره ضایعه بولي او پر حکومت غږ کوي چې د دغې مؤسسې د کارکوونکو او د دفترونو د خوندیتوب په برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي، څو نومړې کمېټه خپل دفتر بېرته په کندز کې خلاص کړي او د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.

په کندز کې د مدني ټولنې فعال رفیع‌الله هدایت وايي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې یو بې‌بدیله سازمان دی او نور دغه مؤسسه خپل فعالیتونه پرمخ نه‌شي وړلی.

ښاغلي هدایت زیاته کړه:

"په اوسنیو شرایطو کې د دوی د فعالیتونو بندېدل په کندز ولایت کې، د خلکو لپاره یوه ډېر ستره ضایعه ده او زه په دې نظر یم چې دولت باید د دې دفتر امنیت ونیسي، تر څو د سره صلیب نړیواله کمېټه ټولنې ته خپل خدمتونه وړاندې کړي."

په ورته وخت کې د دې ولایت یو تن اوسېدونکی سید جمال‎الدین فروتن بیا وايي چې سره صلیب په کندز کې له جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کولې، همدارنګه د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو لپاره‌یې، د څښاکو د پاکو اوبو څاګانې کېندلې، نو د نوموړي دفتر بندېدل د خلکو پر ژوند منفي تأثیر کوي.

ښاغلي فروتن وویل:

"دا ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د سره صلیب نړیواله کمېټه خپل دفتر په کندز کې تړي او موږ له دولت او همدارنګه د سره صلیب نړیوالې ګمېتې له چارواکو څخه غواړو چې د کندز د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او خپل دفتر بېرته په دې ولایت کې خلاص کړي."

په همدې حال کې ۳۰ کلنه څانګه چې له دوو کلونو راهیسې د جګړو له کبله د کندز له چهاردرې ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوې او اوس‌مهال د دې ولایت په ښار کې ژوند کوي، د سره صلیب د دفتر بندېدو خواشینۍ کړې ده او وایي:

"د سره صلیب دفتر ډېر ښه دفتر و، له موږ سره به‌یې ډېرې مرستې کولې او موږ سره به‌یې غوړي، اوړه، چای، بوره او د نورو توکو مرسته کوله او که دغه دفتر په کندز کې بند شي، نو موږ به له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو."

د کندز د اوسېدونکو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې د دوشنبې په ورځ د سره صلیب نړيوالې ګمېتې مشرې، په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته ویلي وو چې دوی د ناامنیو له کبله په کندز او فاریاب ولایتونو کې خپل دفترونه تړي او په یو شمېر نورو ولایتونو کې به د خپلو فعالیتونو کچه راټیټه کړي.

بل‌خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي نن سې شنبه رسنیو ته وویل چې د سره صلیب کمېټې د ناامنیو له امله نه، بلکې د دغه سازمان د کارکوونکو په شمېر کې کموالی راغلی، نو له کبله‌یې په دې ولایت کې خپل دفتر تړلی دی.

د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي
د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي

ښاغلی حمیدي وایي:

"موږ د دې دفتر چارواکو ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړی و او د سره صلیب کارکوونکي هم د امنیت له پلوه ډاډمن وو او خپل فعالیت‌یې کاوه، خو د دوی پر وړاندې موږ کومه امنیتي ستونزه نه‌وينو."

د سره صلیب نړیواله کمېټه په داسې حال کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د کچې د راټيټولو پرېکړه کوي چې د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر میاشت کې د دې کمېټې یو تن بهرنی کارکوونکی د کندز په علي‌اباد ولسوالۍ کې وتښتول شو او له څلورو اوونیو وروسته بېرته خوشې کړای شو.

خو بیا د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر میاشت کې د دغې کمېټې یوه کارکوونکې هم د مزار شریف په اورتوپیدي مرکز کې د یوه ناروغ کس له‌خوا ووژل شوه.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو موده ۳۰ کلونو ته رسېږي.

د معلوماتو له مخې، د سره صلیب کمېټه له معلولینو سره پر پښو د درېدو مرسته، د جکړې قربانیانو سره روغتیايي مرستې، پر بې‌وزلو خلکو د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش، له داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې، د جنګي اسیرانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اړیکو ټینګول او د لیرې پرتو سیمو خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د څاګانو کېندل، په افغانستان کې د دغې کمېټې له فعالیتونو څخه دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG