د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

‎نیویارک ټایمز: هغې ورته د ګرځېدو چل ښوده خو ده پرې له ویلچیره ډز وکړ


مېل انلاین خپرونې د افغانستان او سیمې لپاره د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي وروستۍ څرګندونې راخېستې دي.

خاقان عباسي د سې شنبې په ورځ وویل، امریکا له پاکستانه د وسله‎والو د پټنځایونو پرضد د عملیاتو لپاره کومه خاصه غوښتنه نه‎ده کړې.

نوموړي ویلي، هېواد به يې له افغانستان سره پر خپله پوله امنیتي تدابیر سخت کړي.

مېل انلاین لیکلي:

د پاکستان صدراعظم د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکو ته په اشارې څرګنده کړه چې دا روابط اویا کلن دي او د افغانستان له مسئلې سره تړاو نه‎لري.

شاهد خاقان عباسي ویلي، د ترورېزم ضد مبارزې په لړ کې د امریکا دوی ته د غوښتنو کوم لېست نه‎دی سپارلی او د هغه په خبره پاکستان له امریکا سره په شفافیت پرمخ ځي او په دې برخه کې پرانېستی دریځ لري.

‎هغې ورته د ګرځېدو چل ښوده خو ده پرې له خپل ویلچیر څخه ډز وکړ.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تردې عنوان لاندې په مزارشریف کې د یوه معلول له‎خوا د سره صلیب د یوې بهرنی روغتیايې کارکوونکې د وژلو پر موضوع مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

۳۸ کلنه لورینا اینبرل پیریز چې د هسپانې وه، له یو کال راهیسې يې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د معلولینو درملنه کوله .

لورینا د فیزوتراپۍ په برخه کې لس کلنه تجربه درلوده او هغه افغان ناروغ چې ووژله هغه له ۱۹ کلونو راپدیخوا ګوزڼ وهلی و.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

دا پېښه یو ځل بیا دا په ډاګه کوي چې نړیوال مرستندویه کارکوونکي په افغانستان کې له څومره خطرونو سره مخامخ دي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې هم دې پېښې ته پام اړولی دی:

ورځپاڼه لیکي که څه هم طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي خو دا ډله تر دې مخکې پر بشري مرستندویه کارکوونکو د بریدونو مسؤله بلل شوې ده.

والسټریټ ژورنال د سره صلیب د اعلاميې له مخې ویلي دي چې د دوی وژل شوې کارکوونکي لورینا د فیزیو تراپۍ په برخه کې په ځانګړي ډول ماشومانو ته د دې درملنې په ورکولو کې خاص مهارت او تجربه لرله.

ورځپاڼه وايي، په مزار شریف کې د سره صلیب دا کارکوونکې په داسې وخت کې وژل کېږي چې دې کمېټې لا دمخه په جوزجان ولایت کې سږ کال د خپلو کارکوونکو د وژلو او برمته نیونې له پېښې وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د والسټریټ ژورنال په لیکنه د مزارشریف تر پېښې وروسته ګڼ شمېر نړیوالو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د روان وضعیت او د خپلو کارکوونکو د سلامتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG