د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د کندز چارواکي د سره صلیب تښتول شوي کارکوونکي په لټه کې دي


په کندز کې چارواکي وايي چې د سره صلیب نړیوال سازمان د تښتول شوي کارکوونکي په لټه کې دي او ډېر ژر به ازاد شي.

د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې دا وګړی هسپانوی دی.

ناڅرګندو کسانو د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا کارکوونکی د کندز-مزار شریف پر لاره له موټره ښکته کړی او ناڅرګند ځای ته‌یې بیولی دی.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د سره صلیب تښتول شوی مأمور د دې ولایت خان اباد ولسوالۍ پر لور بيول شوی خو د هغه ځای د موندلو لپاره د دوی هڅې جاري دي.

سید محمود دانش وايي، د سره صلیب نړیوالې ټولنې د هسپانوي کارکوونکي تښتوونکي لا نه‌دي پېژندل شوي خو ډاډ یې څرګند کړ چې امنیتي ادارې به‌يې ډېر ژر ځای پیدا کړي.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش
د کندز د والي ویاند سید محمود دانش

سید محمود دانش زیاته کړه:

"د پېښې له لومړیو شېبو امنیتي ادارو په کار پيل وکړ. استخباراتي او معلوماتي ادارې خپل کار کوي او هڅه کېږي چې د دې وګړي ځای څرګند شي خو لا نه‎ده څرګنده چې دا تښتوونکي په کومې ډلې پورې تړلي دي، هغوی غیر مسؤل وسله‎وال کسان دي که وسله‎وال طالبان دي؟ خو هغه معلومات چې تر اوسه موږ ته رارسېدلي، څرګندوي چې دا سړی د کندز د خان اباد ولسوالۍ په لور بیول شوی دی."

سید محمود دانش ډاډ څرګند کړ چې د سره صلیب نړیوالې ادارې دا مأمور ژوندی دی او په لنډ وخت کې به وموندل شي.

د پېښې د حساسیت له امله د مسئلې ډېر جزئیات نه‎دي څرګند شوي.

د کندز د والي ویاند سید محمو دانش وویل چې دا سړی یې د کندز علي‎اباد ولسوالۍ ته نېږدې، د حاجي حسین په سیمه کې نیولی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې هېڅ وسله‎والې ډلې تر اوسه د دوی د کار کوونکي د تښتولو مسؤلیت نه‎دی اخیستی.

په مادرید کې ډیپلوماتیکو سرچینو تائید کړې چې یو هسپانوی وګړی چې په افغانستان کې یې د سره صلیب له نړیوالې ټولنې سره کار کاوه، ناڅرګندو کسانو تښتولی دی.

په افغانستان کې د دې سازمان ویاند احمد رامین ایاز له‎ دې امله شدیده اندېښنه څرګنده کړه خو ویې‌ویل چې داسې پېښې په افغانستان کې د دوی فعالیت ته خنډ نه‎شي پېښولای.

په افغانستان کې د دې سازمان ویاند احمد رامین ایاز له‎دې امله شدیده اندېښنه څرګنده کړه
په افغانستان کې د دې سازمان ویاند احمد رامین ایاز له‎دې امله شدیده اندېښنه څرګنده کړه

ښاغلي ایاز له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د پېښې علت لا نه‎دی څرګند شوی.

د ایاز په وینا د سره صلیب نړیوالې ټولنې یو شمېر کارکوونکي له کندز ښاره د کار لپاره مزارشریف ته روان وو خو وسله‎والو کسانو یې د علي‎اباد ولسوالۍ ته نېږدې موټر درولی او یو کارکوونکی یې ناڅرګند ځای ته ورسره بيولی دی.

احمد رامین ایاز زیاته کړه:

"د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا کارکوونکی له خپلو یو شمېر همکارانو سره په دوو موټرو کې مرازشریف ته روان و. وسله‎والو کسانو یې موټر درولی، هغوی يې ښکته کړي او یو تن‌یې ورڅخه بیولی نور یې خوشې کړي دي. موږ څېړنې کوو چې دا پېښه څرنګه شوې او د خپل همکار د سلامتي او ازادي هڅې کوو."

د احمد رامین ایاز په وینا، تر دې مخکې هم د دوی همکاران تښتول شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د پېښې مسؤلیت چا نه‎دی اخیستی او د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د رپوټونو په حواله، د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه درې تنه بهرنیان یوازې په کابل کې تښتول شوي دي.

په اګسټ کې یو شمېر وسله‎والو کسانو چې پوځي جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه ښوونکي وتښتول.

تر دې پېښې تقریباً دوه میاشتې وروسته یو اسټرالیايي وګړی د ښار له زړه وتښتول شو.

XS
SM
MD
LG