د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د "سره صلیب نړیوالې کمېټې" په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو کمول اعلان کړل


په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د دوی د کارکوونکو وژل، تښتول او پر وړاندې يې د وسله‌والو مخالفینو د بریدونو زیاتېدل لامل شول چې دغه کمېټه په کندز او میمنه کې خپل مرکزونه وتړي او په نورو ولایتونو کې فعالیتونه لږ کړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې مونیکا زینا ریلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې لپاره چې کارکوونکي يې له وژل کېدو وژغورل شي، مرکزي دفتر يې پرېکړه کړې چې د دې هېواد په نا امنه ولایتونو کې خپل فعالیتونه تر ډېره حده کم کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"له کورني او مرکزي دفتر سره د بحثونو وروسته دې نتیجې ته ورسېدو چې په شدت سره خپل فعالیتونه په افغانستان او په تېره بیا په شمال کې لږ کړو، د روان کال تر پایه به په میمنې او کندز کې خپل مرکزونه وتړو او د مزار په ښار کې به مو فعالیتونه کم شي."

اغلې مونیکا وویل، د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر میاشتې راهیسې په جوزجان او بلخ ولایتونو کې، د بېلابېلو پېښو له امله د دوی ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي او درې نور تښتول شوي دي.

مونیکا وویل، په شمال کې د دوی دفترونه او کارکوونکي په مستقیمه توګه په نښه شوي او د دوی د ساتنې یوازنۍ لاره دا ده چې فعالیتونه کم کړو.

د سره صلیب نړیواله کمېټه یوازنۍ بهرنۍ مؤسسه ده چې د ۱۲۰ بهرنیو او څه کم ۲۰۰۰ افغان کارکوونکو په لرلو سره، په دې هېواد کې د جنګ د ټپیانو درملنه کوي.

د مونیکا په خبره، د یادې کمېټې د مرکزونو له تړل کېدو سره به، د دغې کمېټې د افغان او بهرنیو کارکوونکو په شمېر کې هم کموالی راشي.

روغتیا‎پوهان وايي، په افغانستان کې جنګ روان دی او هره ورځ په‌کې خلک زیانمنېږي، له همدې امله د دغې کمېټې فعالیتونه مهم دي.

د دغو روغتیاپوهانو له ډلې پرویز اقبال ازادي راډیو ته وویل:

"د روغتیايي کلینیک موجودیت ډېر اړین دی او په تېره په هغو ځایونو کې چې جنګ په‌کې وي، هر شخصي او دولتي کلینیک او انجیو که خپل فعالتیونه په جنګ ځپلو سیمو کې بند کړي، دا به لویه جفا وي، زما د روغتیا د یوه متخصص په توګه هیله دا ده چې دغو ډاکترانو چې تر اوسه‌يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، دغه کړېدلي ملت ته دې نور هم رښتیني خدمتونه وکړي."

د سره صلیب د کمېتې د معلوماتو له مخې، دغه کمېټه په افغانستان کې له شااوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په فعالیت بوخته ده چې تر اوسه‌یې د جنګ د لسګونو زرو ټپیانو درملنه کړې ده.

په یو شمېر ولایتونو کې د سره صلیب د کمېټې پر مرکزونو د وسله‌والو مخالفینو له بریدونو وروسته، خلکو له حکومته غوښتي چې د دغې کمېټې د دفترونو او کارکوونکو امنیت دې خوندي کړي.

خو امنیتي ځواکونو تل ویلي چې د دغې کمېټې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره‌یې تدابیر نیولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG