د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ګلاس: سره صلیب د افغانستان په شمال زون کې خپل فعالیت بند کړ


په افغانستان کې د سره صلیب نړېوالې کمېټې مسؤلین وايي چې په مزارشریف کې یې د یوې ۳۸ کلنې فیزیو تراپیستې له وژل کېدو وروسته یې خپل فعالیت په شمال زون کې بند کړی دی.

په افغانستان کې د سره صلیب د کمېټې مطبوعاتي مسؤل توماس ګلاس نن سې شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د یادې کمېټې فعالیت تر یوه نا څرګند وخته بند شوی دی.

ښاغلي ګلاس وویل:

"په مزارشریف کې د دوشنبې د ورځې د تراژيدي حادثې را وروسته، موږ خپل فعالیت په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې بند کړی دی."

لورینا اینبرال چې ۳۸ کاله یې عمر و، په مزارشریف کې د سره صلیب کمېټې فیزیو تراپیسته وه، هغه تېره ورځ د همدې کمېټې په فیزتراپي روغتون کې د یوه افغان معلول له خوا په ډزو ووژل شوه.

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري نن سې شنبه ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې د مېرمن لورینا د قتل په تور یې یو تن نیولی دی چې د ملي امنیت په اداره کې ترې څېړنې او تحقیقات دوام لري.

د امنیت امر زیاته کړه:

"له قاتل کس څخه چې یو ځوان دی او په پښو معلول دی، تحقیقات دوام لري او ورسته به یې بیا نتایج اعلام شي، دا کس په همدې فیزوتراپي مرکز کې تر معالجې لاندې و. "

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري
د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري

د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې قاتل ۲۱ کاله عمر لري او د قتل اصلي انګېزه لا هم نه ده روښانه شوې.

د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې هم په جوزجان ولایت کې، وسله والو کسانو د سره صلیب د کمېټې ۶ تنه کار کوونکي ووژل او ۲ تنه نور یې له ځانه سره برمته کړل چې له ۷ میاشتني قید وروسته، کابو دوه اوونۍ مخکې ازاد شول.

د سره صلیب د کمېټې د فعالیتونو له بندېدو سره سم په مزارشریف کې خلک شکایت کوي چې د ۹ شمالي ولایتونو زرګونه اوسېدونکي د یاد مرکز د فیزوتراپي خدماتو څخه بې برخې شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG