د عراق د پارلمان رئیس د بغداد او د کردستان د خود مختارې ادارې د مشرتابه ترمنځ د راپورته شوې لانجې د هواري لپاره ایربیل ته تللی دی.
ټاکل شوې چې د عراق د پارلمان رئیس سلیم جبوري به د کردستان د خود مختارې ادارې له مشر مسعود بارزاني سره وګوري.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کردستان له خوا د خپلواکۍ لپاره د ترسره شوې ټولپوښتنې راهیسې، دواړه لوري له په ټپه درېدلي یوه حالت سره مخاخ دي.
د دغې ټولپوښتنې په وړاندې بغداد سخت عکس العمل ښکاره کړ، دې سیمې ته پر نړیوالو الوتنو یې بندیز لګولی او د نورو ګواښونو ترڅنګ یې خبرداری ورکړی چې د عراق په پارلمان کې به د کرد استازو غړیتوب وځنډوي.
د عراق صدراعظم حیدر العبادي غوښتنه کړې چې دغه ټولپوښتنه دې لغوه شي، ځکه هغه د عراق له اساسي قانون سره په تضاد کې شوې ده.
دغې ټولپوښتنې نه یوازې د بغداد بلکې په سیمه کې د نورو ګاونډیانو، ترکیې او ایران سخت اعتراضونه هم را پارولي دي.
دواړه هېوادونه له دې وېره لري چې د عراق د کردستان دغه اقدام به د دوی په هېوادونو کې مېشت اقلیت کردان هم خپلواکۍ ته وهڅوي.
د عراق د پارلمان د رئیس دفتر ویلي چې سلیم جبوري به د کردستان په مرکز ایربیل کې له مسعود بارزاني سره وګوري.
یوه ورځ مخکې د عراق پارلمان ویلي وو چې د دغې لانجې د هواري لپاره زیات وخت ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، د عراق پخواني ولسمشر او په خټه کرد جلال طالباني چې پرعراق د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف له یرغل وروسته په دې هېواد کې، د یووالي یوه مهمه څېره ګڼل کېده، په دې کې پاتې راغی چې د دواړو لورو ترمنځ روغه جوړه وکړي.
د کردانو تر کنټرول لاندې سلیمانیه ښار کې چې طالباني خاورو ته سپارل کېده، د عراق صدراعظم حیدر العبادي پکې ګډون ونه کړ.
د هغه تابوت هم د عراق نه بلکې د کردستان په بیرغونو پوښل شوی و.
له بغداد سره د اړیکو د ښه کېدو د هڅو په اړه د کردستان د ادارې د مشرتابه دفتر وویل، بارزاني او د عراق د ولسمشر درې مرستیالانو په ایربیل کې د شنبې د ورځې په کتنه کې، په دې موافقه وکړه چې له بغداد سره به اړیکې بېرته ټینګوي، خو د دغو مرستیالانو دفترونو بیا د هرډول موافقې خبره رد کړې ده.
د عراق کردستان چې په وچه کې راګیردی، د عراق د تېلو یوه پر څلورمه برخه زېرمې په دې سیمه کې دي.