د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۹

شېرزاد: په سویل ختیځ کې پر وسله والو هوايي بریدونه ډېر شوي


په سویل ختیځ زون کې افغان امنیتي چارواکي وايي چې د افغانستان په اړه د امریکايي د نوې سټراتيژۍ تر اعلان وروسته پر وسله والو هوايي بریدونه ډېر شوي او امنیتي حالت ورسره ښه شوی دی.

د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، په تېرو څلورو ورځو کې د نړیوالو ځواکونو لخوا (۳۱ )هوايي بریدونه شوي دي.

د ده په وینا یاد بریدونه چې ډېر یې د پکتیا په مربوطاتو کې د وسله والو پر پټن ځایونو شوي، ۱۲۰ وسله وال په کې وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

د سپین غر زون قوماندان وايي، په هوايي بریدونو کې د وسله والو یوه اندازه وسلې، موټر سایکلونه او ګاډي هم له منځه تللي دي.

پاسوال شیرزاد زیاتوي:

"په سویل ختیځ زون کې هوايي بریدونه ډېر شوي دي، په تېرو څلورو ورځو کې ۱۲۰ وسله وال وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان شوي دي، همدارنګه پدې بریدونو کې د دوی یو زیاته اندازه وسله او نقلیه وسایط تخریب شوي دي."

د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان وویل، د نړیوالو ځواکونو د هوايي بریدونو تر فشار وروسته یو شمېر هغه وسله والو هم د جګړې ډګر پرې ايښی چې په زوره جګړې ته سوق شوي و.

تر اوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفینو د افغان امنیتي چارواکو د دې ادعاوو په باب رسنیو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG