د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د افغانستان په طبي سیستم کې پر ستونزو د ولسمشر غني انتقاد


افغان ولسمشر وايي، د هېواد روغتیايي مرکزونه ګڼې ستونزې لري او باید په‌کې بنسټيز اصلاحات راشي.

افغان ولسمشر، وګړي، ډاکتران، روغتونونه، درملتونونه او دولت د يوه زنځير کړۍ ګڼي او د یاد زنځير په هره کړۍ کې د يو شمېر بنیادي ستونزو د موجودیت خبره کوي.

محمد اشرف غني د سې شنبې ورځ په ارګ کې د طبي عالي شورا د پرانيستې مراسمو ته وویل، سره له دې چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد روغتونونه ښه شوي، خو بیا هم يو لړ بنسټیزو اصلاحاتو ته په‌کې اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي غني د ډاکترانو نه‌مشخص‌والی په هېواد کې يوه جدي ستونزه وبلله او په دې برخه کې يې د اړوندو روغتیايي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د طبي شورا د پرانیستې مراسمو کې د وینا پر مهال.
ولسمشر غني د طبي شورا د پرانیستې مراسمو کې د وینا پر مهال.

ولسمشر غني زیاته کړه:

"موږ لا تر اوسه په دې نه‌پوهېږو چې څوک ډاکتر دی او څوک نه‌دی، له دې وروسته د ډاکتر کلمه باید د سرټیفیکټ له مخې استعال شي او هر څوک دې ځان ته ډاکټر نه‌وايي، زموږ روغتونونه بنیادي ستونزې لري او د خلکو غوښتنو ته ځواب نه‌شي ویلی، ډاکترانو او نرسانو ته د مناسبو حقوقو د برابرولو ترڅنګ د روغتونونو په مدیریت کې هم باید بدلون راشي."

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د هېواد بې‌وزله خلک تر ټولو کمو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی لري، نوموړي له ډاکترانو او روغتيايي مسؤلینو وغوښتل چې خلکو ته د خدمت په برخه کې په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي غني د اردو د روغتونونو د وضعیت ستاینه وکړه او د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون پر جوړولو يې ټینګار وکړ.

ولسمشر په هېواد کې د درملو کیفیت ټيټ وباله او په دې برخه کې يې له خصوصي سکټوره د پانګونې غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني د طبي عالي شورا له مسؤلینو وغوښتل چې تر ډېره دې د ډاکترانو سويې او طبي اخلاقو ته پام وکړي.

نسرین اوریاخېل
نسرین اوریاخېل

په ورته وخت کې نسرین اوریاخېل چې د دې شورا د رئیسې په توګه ټاکل شوې په هېواد کې د روغتیايي اسانتیاوو د ښه‌والي په برخه کې د طبي عالي شورا اهداف داسې بیان کړل:

"د هېواد په کچه د ډاکترانو راجسترېشن او جواز ورکول، د طبابت د اخلاقو دودول او ستونزو ته رسېدنه او د سټنډردو طبي پياوړتیاوو او نظارت له لارې د ډاکترانو د پوهې د کچې لوړول دي."

دا طبي عالي شورا په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال د هېواد نږدې ۸۰ سلنه وګړي اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري.

خو د ځینو راپورونو له مخې لاهم د کمو روغتیایي خدماتو له امله هر کال څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالر له افغانستانه د درملنې لپاره ایستل کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز هم یادو مراسمو ته د خبرو پر مهال د روغتیا په برخه کې یو شمېر ستونزو ته اشاره وکړه.

ډاکتر فیرزو الدین فیروز
ډاکتر فیرزو الدین فیروز

ده وویل:

"په ټوله کې زموږ د ډاکترانو شمېر زموږ د يوې سروې له مخې څلور زره کسان دي چې په دولتي سکټور کې زموږ سره ثبت دي، خو بیا هم په دقیق ډول د ډاکترانو د شمېر په اړه نه‌پوهېږو، ۴۰ سلنه روغتیايي مرکزونه مو د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخ دي."

ښاغلي فیروز وویل يو شمېر ډاکتران چې په نورو برخو کې کار کوي باید په خپل مسلک کې کار وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د روغتیايي چارو کمېسون په هېواد کې د ګڼو روغتیايي ستونزو يادونه کوي وايي، زیاتره ډاکتران د عامې روغتیا له راجسترېشن پرته په خپل سر فعالیت کوي.

د دې کمېسون غړی مجیب‌الرحمن څمکنی په هېواد کې د روغتیايي ستونزو د هواري په برخه کې د طبي عالي شورا جوړېدل ګټور ګڼي او هیله‌مند دی چې دغه شورا به د روغتیايي ستونزو په هواري کې اغېزمن ګامونه واخلي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG