د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نعیم: د ۵کلن پلان په عملي کېدو به ۷۰سلنه خلکو ته صحي خدمتونه ورسیږي


په داسې حال کې چې اوس هم د هېواد په لېرو پرتو سیمو کې د ناسمو روغتيايي خدمتونو په تړاو انديښنې موجودې دي، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د پينځه کلن پلان د تطبيق خبره کوي.

دا وزارت وايي، چې ددې پلان په عملي کېدو سره به شاوخوا اویا سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی پيدا کړي.

د دې وزارت مرستيال احمد جان نعیم د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د دې پلان په عملي کېدو سره به د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې شته روغتيايي ستونزو ته رسیدنه وشي.

د روغتیا وزارت مرستيال احمد جان نعیم
د روغتیا وزارت مرستيال احمد جان نعیم

ښاغلي نعیم په دې اړه چې په دغه پلان کې کوم موارد شامل دي وویل:

"موږ به په لېرې پرتو سیمو او کلیو کې ډېر روغتیايي مرکزونه جوړ کړو تر څو روغتیايي خدمتونو ته د بې وزله خلکو لاس رسی ډېر شي او دغه شان به د روغتونونو خدمات هم ښه شي".

دا پلان د عامې روغتیا وزارت له‎خوا افغان حکومت ته وړاندې شوی چې د پلي کېدو لګښت یې د حکومت او نړیوالې ټولنې له‎خوا ورکول کېږي.

په دې پلان کې د روغتیا برخه کې د خدمتونو اغېزمنتیا او همغږی را منځته کول، دوامداره روغتیايي خدمتونه، د لومړنیو روغتیايي مرکزونو زیاتول، د فساد پر وړاندې مبارزه او د روغتیايي خدمتونو له کیفیته کنټرول شامل دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د درملو د کیفیت څخه د څار ترڅنګ د دولتي او خصوصي روغتونونو له روغتیايي خدمتونو او کیفیت څخه پاملرنه د دې پلان نورې مهمې برخې دي.

د دې نوي پلان د تطبیق خبره داسې مهال کېږي چې نړیوال روغتیايي بانک په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې له پرمختګونو ویلي دی.

د دوی په راپور کې راغلي چې د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته هم روغتیايي خدمتونه رسیدلي دي.

خو په لېرو پرتو سیمو کې پراته خلک لا هم روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي او په ښارونو کې بیا خلک د کیفیت له نه شتونه شکایت کوي.

د مشرانو جرګې د روغتیايي چارو د کمېسیون غړې طیبه ذاهدي که هم نوی پلان مهم بولي خو وايي چې د پلي کیدو پر وړاندې به یې خنډونه ډېر وي:

"امنیتي ستونزې، فساد او ځينې نور موارد په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا پر وړاندې خنډونه دي خو موږ هیله لرو چې دا نوی پروګرام عملي شي. "

اغلې ذاهدي وايي، دا وخت په ګڼو خصوصي او دولتي روغتونونو کې د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونه ټیټ دي.

د دې په بارو له همدې امله اوس هم ډير شمیر افغانان د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځي او هر کال ملیونونه ډالر له هیواد بهر په درملنه لګوي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG