افغانستان
غني: طبي شورا دې د ډاکټرانو سویه تثبیت او کاري اخلاق لوړ کړي
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په هېواد کې د طبابت د کیفیت په لوړولو او په دې برخه کې په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
ولسمشر اشرف غني نن سې شنبه سهار د طبي عالي شورا د پرانېستې پر مهال له دې چې بیوزله خلک روغتیايي خدمتونو ته لږ لاس رسی لري، اندېښنه وښوده.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"د دې لپاره چې د افغانستان ستونزې زیاتې دي، یوه انګېزه پیدا کېږي چې ټول شیان طبي شورا حل کړي، زما هیله ده چې دا شورا تمرکز ولري او اساسي تمرکز یې دا وي چې د ډاکټرانو سویه تثبیت او کاري اخلاق لوړ کړي. "
بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د هېواد په روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو ۴۰ فیصده کموالی د عامې روغتیا وزارت د کارونو په وړاندې لویه ننګونه وبلله.
هغه وویل چې ځینو ولایتونو کې لکه پکتیکا، ارزګان، نورستان او زابل کې خلک ډاکټرانو ته لاس رسی نه لري او ډاکټران د نا امنیو په سبب په دې ولایتونو کې، کار کولو ته زړه نه شي ښه کولای.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مهترلام کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی
د لغمان په مرکز مهترلام کې په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.
طالبانو ته نږدې حریت راډیو د جمعې په ورځ (اګسټ ۲۸مه) د لغمان د امنیه قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې د دې اور لګېدنې له کبله خلکو ته ۱۸ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
د دې قوماندانۍ په خبره، د بېاحتیاطۍ له کبله د ګازو یوې ډبې اور اخیستی و چې وروسته د سوداګریز مرکز نورو برخو ته خپور شو.
وړاندې راغلي چې اور څو ساعتونه دوام وکړ او وروسته مهار شو.
هلمند کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې
د افغانستان کورنیو رسنیو د جمعې په ورځ (د اګسټ ۲۸مه) په هلمند کې د طالب سیمهییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ولایت کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې ده.
دې ښځې د سنګین ولسوالۍ په یوه روغتیايي کلینیک کې د قابلې په توګه کار کاوه.
د راپورونو پر اساس، د هلمند امنیه قوماندانۍ ویلي چې "دې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کړې ده او د پېښې اړوند د ښځې خاوند نیول شوی دی".
ویل کېږي چې دې قابلې د دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
اروپايي ټولنې افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو مقاومت پیاوړی کړي او د خوړو د سیستم ملاتړ وشي.
دې ادارې د جمعې په ورځ، د سنبلې په شپږمه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مالي مرسته به د ښځو او ځوانانو لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې به د ښوونځیو د خوړو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه پیسې به له افغانانو سره مرسته وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره لا ډېر چمتو شي او د دوامدارو اقتصادي او معیشتي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمن شوي دي او له یوه جدي بشري او غذايي بحران سره مخ دی.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي، چې شمېر یې له ۱۷ میلیونو څخه اوړي، د نړیوالو مرستو د کمېدو په صورت کې ښايي د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخ شي.
د بریتانیا حکومت وايي په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې تر جون میاشتې پورې په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي.
دې موده کې ټولټال څه د پاسه ۳۳ زره کډوال په غیرقانوني توګه د وړو بیړیو په وسیله دغه هیواد ته رسیدلي چې د افغانانو ترڅنګ ، ۱۸ سلنه نور د اریتیریا ، ۱۲ سلنه د سومالیا او ۱۱ سلنه د ایران څخه دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې بریتانیا ته په وړو بیړیو کې د ناقانونه افغان کډوالو ورتګ نسبت مخکني کال ته ۳۷ سلنه او د ایرانیانو ۱۵ سلنه کم شوی دی.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي نسبت تیرکال ته په مجموع کې ددغو کډوالو په شمیر کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.
مخکې د بریتانیا حکومت ویلي وو چې د انساني قاچاق د شبکو پر ضد له اروپايي هېوادونو سره همکاري د کډوالو د شمېر په کمېدو کې اغېزمنه وه، خو د «ریفورم بریتانیا» په نوم ګوند بیا باور لري چې دا کموالی تر ډېره د هوا له شرایطو سره تړاو لري.
اسلاماباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتووالی وښود
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلاماباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتو دی، خو د خبرو د پرمختګ لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ خپله اوونیزه خبري غونډه کې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ته په غبرګون چې د دواړو لورو د امنیتي اندېښنو د حل لپارهیې د یو ګډ مېکانیزم وړاندیز کړی، وویل چې هر ډول دوه اړخیز مېکانیزم باید د «یوازې د ډاډ ورکولو پر ځای د ملموسو اقداماتو» لامل شي.
نوموړي وویل افغانستان باید په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ته اجازه ورنهکړي چې له خاورې یې د پاکستان پر ضد کار واخلي.
پاکستان تر دې مخکې هم طالبان تورن کړي چې ګواکې هغو وسلهوالو ډلو تهیې پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.
طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد باید د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان وانهچوي.
سپینه ماڼې: د کابل پر هوايي ډګر برید کونکی طالبانو له زندانه خوشې کړی و
سپینه ماڼۍ وايي،" د کابل پر هوايي ډګر برید کونکی طالبانو له زندانه خوشې کړی و".
د اعلامیې په ټکو،" ترورېست بریدګر له هغو زرګونو بندیانو څخه و چې له بریده دوه میاشتې مخکې د طالبانو لهخوا له زندانه خوشې کړای شوي وو."
سپینې ماڼې پرون چهارشنبه د کابل هوايي ډګر پر "ابي ګیټ" د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر ټرمپ په حواله لیکلي،" ویاړم چې د برید طراح مو نیولی او عدالت ته مو سپارلی دی".
د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۲۶ د کابل هوايي ډګر په "ابي ګیټ" کې ځانمرګی برید وشو چې د ۱۳امریکايي سرتیرو په ګډون ۱۷۰ افغان ملکیان په کې ووژل شول.
د برید مسولیت هغه مهال د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې منلی و.
بل پلو، د طالبانو په تیره پنځه کلنه واکمنۍ کې داعش وسله والې ډلې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې بریدونه کړي او طالبان ادعا لري چې د دې ډلې یو شمیر مشران يې وژلي دي او داعش خراسان ډله پاکستان کې روزنیز مراکز لري.
په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي
د طالبانو حکومت وايي،"په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي".
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،" په راخوشي شویو کډوالو کې ماشومان هم شاملي دي".
د دې وزارت په خبره،" راخوشي کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي".
پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.
سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده
طلوع تلویزیوني چاینل تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده.
په طلوع کې یوې سرچینې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل،"د موبي ګروپ دا برخه پرون چهارشنبې وتړل شوه".
تراوسه د موبي مسوولانو يه رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان دننه طالبانو ته نژدې رسنیو راپور ورکړ"چې (لاپیس) له فضا، دریا، شمس او یو شمیر نورو پردوکشینونو سره همکاري لري چې د سندغاړو، فلمونو او کنسرتونو داسې تصویرونه او ویډيوګاني يې خپرې کړي چې لوڅي برخې لري".
د راپورونو له مخې،" د لاپیس برخې یو شمیر کارکوونکي له افغانستانه وتلي او له پاتي کسانو څیړنې روانې دي".
تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو نوي «شرطه» قانون ته د بخښنې نړیوال سازمان غبرګون
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو نوی «شرطه» قانون، امکان لري د خلکو پر ځینو اساسي حقونو او ازادیو اغېز وکړي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ «د وږې پر ۴مه» په ټولنیزه شبکه اېکس کې ویلي چې په دغه قانون کې د اندېښنې وړ مواردو څخه یو هم د هر ډول لاریونونو او اعتراضونو عمومي بندیز دی او دا یې د سولهییزو غونډو له حق سره په ټکر کې بللی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې دغه بندیز کولای شي په افغانستان کې پر موجودو اساسي ازادیو محدودیتونه لا زیات کړي.
د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د پولیسو لپارهیې د «شرطه» په نوم نوی قانون تصویب کړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د زمري پر ۳۱مه په اېکس کې خپره شوې، دا قانون دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې لري او د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده لهخوا توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دغه قانون په ۵۰مه ماده کې راغلي چې په ټول افغانستان کې د هر ډول «لاریون» ترسره کول منع دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په دوام کې ویلي چې طالبانو په تېرو کلونو کې له یو شمېر معترضانو او مخالفانو سره د خپلسرو نیونو او توقیفونو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو له لارې چلند کړی دی.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، هغه فرمانونه او پالېسۍ لغوه کړي چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پردوو مشرانو د ملیونو ډالرو جایزه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دوو مشرانو په اړه د هغو معلوماتو په بدل کې چې پرمټ یې د هغوی ځای معلوم او ونیول شي، اتلس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د داعش د خراسان څانګې د اوسني مشر ثناءالله غفاري پرسر اته ملیونه اود دې ډلې د بل مشرعبیدالله پرسر لس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت ویلي چې د دې ډلې دغو ترهګرو هغه بریدونه تنظیم کړي چې پرعمومي اعتراضي غونډو، د موسیقۍ پر ځایونو، هوايي ډګرونو او نورو ځایونو ترسره شوي او په نتیجه کې یې سلګونه بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي. غفاري په افغانستان کې د ټولو بریدونو چې دې ډلې ترسره کړي، اصلي مسول او عبیدالله هم د دې ډلې د مالي او عملیاتي چارو مسول بلل شوي دي. له څه باندې پنځو کالو راپدیخوا چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د کابل په ګډون په یوشمیرولایتونو کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش ډلې د مشرانو پرسر دغه جایزه داسې مهال اعلانوي چې له نن څخه پنځه کاله مخکې د اګسټ په ۲۶ دې ډلې د کابل په نړیوال هوایي ډګرکې د هغه خونړي برید مسولیت اخیستی چې د امریکایي ځواکونو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له خوا په ګډوډۍ کې د یوشمیرافغانانو د ایستلو په بهیرکې ترسره شوه. په دغه برید کې دیارلس امریکایي سرتیري او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول او په لسګونو امریکایي سرتیري او ملکي افغانان ټپیان شول.